افغانستان

د اشرف غني ځانګړی ساتونکی وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وری، ۱۳۹۹ل): د اشرف غني ځانګړی ساتونکی «قیام مقصودي» تېره ورځ د نامالومه کسانو له لوري په کابل کې په ډزو وژل شوی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند «طارق ارین» وایي، تېره شپه د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د ولسمشر د ساتونکي ځواک «پي پي ایس» په دوو تنو کارمندانو باندې ډزې وشوې، چې په پایله کې يې «قیام الدین مقصودي» وژل شوی او یو بل تن ټپي دی.

د ارین په خبره، د پېښې څېړنه د پولیسو له لوري دوام لري.

تر دې دمه د پېښې مسئولیت چا نه دی منلی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

دا د دجال اصلی ملګری او خواخوږی دی چی د هغه د استازی(بیشرفه غنی) ساتنه کوی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close