افغانستان

ورځپاڼه: اشرف غني په رښتیني مانا له طالبانو سره سولې ته حاضر نه دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وری، ۱۳۹۹ل): له کابله خپرېدونکې ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرمقاله کې په ولس روان حالت او د اشرف غني او عبدالله له لوري د واک په سر چنو ته کتنه کړې او د تحلیل په پایله کې یې ویلي، چې اشرف غني نه له عبدالله سره رښتیني تفاهم ته حاضر دی او نه له طالبانو سره په رښتیني ډول سولې ته.

مطلب کې راغلي، چې له یوې خوا ولس د «کورونا» له وبا سره مخ دی او بل خوا ته د عبدالله او اشرف غني تر منځ اختلافات روان دي او پلویان یې له په رسنیو کې له یو بل سره جګړه دي، چې  د ورځپاڼې په باور، که دا ډول حالت دوام وکړي، هم به د سولې بهیر زیانمن شي او هم به د یو موټي افغانستان هیله خاورې شي.

مطلب کې زیاته شوې، چې د عبدالله او اشرف غني اختلافات ورځ تر بلې قومي او سمتي بڼه خپلوي، ځکه ، په ټولنیزو رسنیو کې د عبدالله پلویان دې ټکي ته هوا ورکوي، چې اشرف غني یو ځانګړی قوم یرغمل کړی، خو د ورځپاڼې له قوله، اشرف غني نه د قوم په کیسه کې دی او نه د هیواد.

د مطلب په بنسټ،  که غني له پښتنو سره خواخوږي درلودای د ده په شپږ کلنه موده کې به له ټولو اړخونو پر پښتنو قیامتونه نه را کوزېدل. سوله د ټول هېواد او ولس ستر ارمان دی، خو په سوله کې تر هر بل قوم زیات پښتانه له مصیبتونو ژغورل کېږي. غني دواک د دوام لپاره نه له عبدالله سره تفاهم ته حاضر دی او نه له طالبانو سره په ریښتینې معنا د سولې او تفاهم پروسې ته.

د ورځپاڼې په باور «د عبدالله د پلویانو دغه استدلال چې غني د یوه قوم ګټو ته ژمن بولي اصلاً د دوی لپاره یوه پلمه ده، اوس په رسنیو کې دوی په همدې پلمه د غیر متمرکز نظام ډنډوره توده کړې ده. ګواکي پر واک د ولسمشر غني عام او تام کنترول د هېواد د ستونزې اصلي لامل دی، په داسې حال کې چې برعکس د ولسمشر غني کمزوري او له ولس نه د دوی انزوا د ستونزو اصلي سرچینه ده.»

ورځپاڼه داسې مهال اشرف غني له طالبانو سره په سوله کې رښتیني نه بولي، چې څو ورځې وړاندې د نوموړي له لوري ټاکل شوی پلاوی هم د طالبانو له لوري رد شوی او ټینګار شوی، چې په پلاوي کې باید ټولو افغان جهتونو ته ځای ورکړل شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمدشاه

عبدالله دي غل بلکه مسلمان هم دي يعني يو څه ناڅه افغانيت او اسلاميت پکي پاتي دي او جنګ د ولس پر مقابل کي هم همدغه غله کوي، او د اشرپي طرف ټه تول هغه بيدينه سيکولران او ملهدان را غوند شوي چه د جنګ دپاره په پوره اندازه قوت نلري نو ځکه سکولر او يهود اشرپي له دغوغلو استفاده کوي بي له دي چه کوم قدرت ته يي پريږدي،
او له ده هم داريږي چه که دا غله تري لري شي بيابه لکه نجيب ګو صباته په چوک کي به ځوړند وي، او د استاذ بيانزي صاحب په خبره” نزم نوين” هم خپل غلام کربوړي اشرپي ته اجازه نورکوي چه دينداره خلګ دولت ته لياره پيداکړي، نو ځکه اشرپي ليوني شوي او د مغزمتفکر نه و مغز منفور ته اوښتي، څکه خپل په خبروکي يو واري بغاري وهي.

جمیل

دا به ډیر شوده او کم عقله افغان وی چی دا ومنی چی د اوسنی غلامی اداری لوړپوړی او یا د مخکینی اداری غلامان سوله غواړی . د دوی دښمنی د دین ، د هیواد او د اولس سره ډیری ژوری ریښی لری خو برعکس د کفر ، الحاد او دکفارو سره د زړه له کومی دوستان او ملګری دی دا کوم جبر او زور ندی پر دوی باندی ، دا دواړه انتخابه یی د زړونو انتخاب دی ، د موئمن مجاهد سیوری به لا په ډبره ولی خو و جابر کافر ته به په تعظیم سره لاس په نامه ولاړ وی او هر امر ته به وایی یس سر .
یا الله سبحن تعالی تاته هرڅه آسانه دی د کافر او ملحد ، منافق او مرتد او د خاین او غلام لاسونه خو زمونږ د ګران هیواده او د ټولی اسلامی نړی څخه ورلنډ او مات کړه او پر ځای یی خپل مخلصه ، سپیڅلی او پر تا مین واکمنان وټاکه . امین یا رب العلمین

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close