افغانستان

حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وری، ۱۳۹۹ل): اشرف غني د ځانګړو فرمانونو له لارې د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار «محمد حنیف اتمر» د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه ټاکلی.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اشرف غني د دوو بېلو، بېلو حکمونو پر بنسټ حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه ټاکلی او نوموړي ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله کړې.

خبرپاڼه کې زیاته شوې «محمد حنیف اتمر د هیواد له مطرح او اغېزناکو سیاسي شخصیتونو دی، چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د کلیو پراختیا وزیر، د پوهنې وزیر، کورنیو چارو وزیر او په وروستیو کې یې د ملي امنیت سلاکار په توګه کار کړی دی.»

۵۲ کلن حنیف اتمر په لغمان ولایت کې زېږېدلی او په برتانیا هیواد کې یې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې.

نوموړی د بېلا بېلو دندو تر څنګ د ډاکټر نجیب الله د واکمني په مهال د وخت د استخباراتي ادارې «خاد» د کار تجربه هم لري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمدشاه

د اشرپي فيسبوکي پلويانو ته،
که په تاسو کي يو څه شرم او غيرت پاتي وي وڅ خو د دي غداره او مکاره او بيدينه سړي له پلوي لاس واخلي، او کني صبا ورځ به حتيٰ خپل هغه اولاد ته هم سرټيتي او شرمنده ياست،

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close