افغانستانروغتیا

افغانستان کې د کرونا وبا پېښې نږدې «۳۰۰» ته ورسېدې

هرات د کرونا وبا له کبله د افغانستان د زیاتو ځپل شویو ولایتونو څخه دی.

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وری، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې ۲۵ نوې مثبتې پېښې راپور شوي چې ورسره ټولې پېښې ۲۹۹ ته ورسېدې.

روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار زیاتوي، له ۸۵ مشکوکو پېښو کومې چې د کابل په مرکزي لابراتوار کې وازمویل شوې، ۱۸ یې په کابل، سمنګان، بلخ، کندز، فاریاب او لوګر کې ثبت شوي دي.

له دې وړاندې د جمعې په ورځ ۷ نورې پيښې هم ثبت شوې وې، چې ۵ له هرات، یوه غور او یوه له نیمروز ولایتونو څخه راپور شوي دي.

افغانستان کې تر ټولو زیاتې پيښې په هرات کې ثبتې شوي چې شمېره یې له ۲۰۰ پورته شوې ده ، همدغه راز په کابل کې ۴۱، فراه او نیمرزو کې ۶-۶ پيښې ثبت شوي دي.

د احصائیو له مخې د کرونا ناروغۍ له کبله افغانستان کې اوسمهال شپږ کسان مړه شوي او ۱۰ بیرته روغ شوي دي.

په نړۍ کې د کرونا وبا له کبله د قربانیانو شمېر ۶۰زرو ته رسیدلی په داسې حال کې چې د ټولو اخته کسانو شمېر یو ملیون ۹۹زرو ته رسیدلی دی.

دغه وبا د نړۍ له ۲۰۰ زیاتو هېوادونو کې خپره شوې چې له مخې یې امریکا، ایټالیا، اسپانیا او چین زیات ځپل شوي هېوادونه دي.

افغانستان کې د کرونا وروستۍ شمېرې:

[cvct country-code=”AF”]
ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close