افغانستانخبرونه

«افغانستان ته د یو میلیارد ډالرو امریکايي مرستې د بیا راګرځېدلو نښې نشته»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وری، ۱۳۹۹ل): له امریکا خپرېدونکې «ټایمز» مجلې د نننۍ ګڼې په یوه مطلب کې پر افغانستان باندې د کورونا ویروس اغېز او ورسره تړلي اقتصادي بحران ته کتنه  کړې او یاده کړې یې ده، چې داسې نښې نه تر سترګو کېږي، چې د امریکا له لوري ګرځول شوې یو میلیارد ډالري مرسته به په دې کړکېچن وضعیت کې افغانانو ته ورسېږي.

مطلب کې د افغانستان د ننه د کورونا ورځ تر بلې زیاتېدونکو مثبتو پېښو ته په کتو، د روغتیا د وزیر هغه وړاندوینه را اخستل شوې، چې ویلي یې وو، کورونا شاید اتیا سلنه افغانانو ته ورسېږي او تر سل زره زیات ددې وژونکې ناروغۍ له امله ومړي، خو د ورځپاڼې په باور، نړیوالې مرستندویه ډلې د افغانستان وضعیت تر اندازې زیات خراب اټکلوي او وړاندوینه کوي، چې کورونا ښایي د یو میلیون افغانانو ژوند واخلي او افغانستان به  ورسره د مبارزې لپاره ۲ بیلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا ولري.

د مطلب په یوه برخه کې کورونا سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې بودیجه کمه بلل شوې او یاده شوې، چې افغان حکومت اوس د کورونا د مخنیوي په موخه ۲۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړي، چې د کلنۍ بودیجې یو فیصد جوړوي، خو داسې هیوادونه هم شته، چې دې برخې ته یې د خپلې بودیجې ان ۳۰ سلنه ځانګړې کړې.

د یو میلیارد ډالري مرستو ګرځېدل د اقتصادي بحران د لا زیاتېدو لامل بلل شوي او ویل شوي، چې اوس داسې نښې نښانې نشته، چې دا ګرځېدلې مرسته به بیا ځلې افغانانو ته ورسېږي.

د مطلب لیکوال د افغانستان دننه راپورته شوی اقتصادي او روغتیايي بحران د سیمې او نړۍ امنیت او ثبات ته ژور ګواښ یاد کړی او د یوه کابل میشتي اقتصاد پوه هغه خبرې یې را اخستې، چې وايي « که حکومت ونړېږي او له کورونا سره د مبارزې وس ونلري، دا به له هیواده د میلیونونو ناروغانو مهاجر کېدلو ته زمینه برابره کړي.»

یاده دې وي، چې افغانستان هم د کورونا له ناروغي له امله له اغېزمنو شویو هیوادونو څخه دی، تر دې دمه دلته ۲۹۹ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۷ ناروغانو ژوند له لاسه ورکړی.

څه موده وړاندې امریکا ۱۵ میلیونه ډالر او تېره ورځ نړیوال بانک ۱۰۰.۴ میلیونه ډالر افغانستان ته له کورونا سره د مبارزې په  هدف ورکړل.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close