دیني، سیرت او تاریخ

کرونا ویروس، عذاب که رحمت؟

احمد الله عاطفي

زمکه، اسمانونه، جنتونه، دوزخ، سدرة المنتها، عرش، کرسي، انسانان، ملائکې، پیریان، حیوانات، نباتات جمادات، خزندګان، پرندګان، ژوند ، مرګ،کاینات،ویروسون، مکروبون لنډه دا چې هر څه د الله سبحانه وتعالی مخلوقات دي، او دهریو په خلقت کې بې شمیره حکمتونه پراته دی.

قال الله تبارک وتعالی: الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللَّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَىٰ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَٰذَا بَاطِلًا سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ.(العمران: ۱۹۱)

ژباړه:هغه چې الله په ولاړه، ناسته او په خپل اړخ ملاسته یادوي او د آسمانونو او زمکې په پیدایښت کې فکر کوي.

ای زموږ ربه! دا دې خوشې نه دي پیدا کړي، پاکي ده تاته، موږ د اور له عذابه وساته.
(رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَٰذَا بَاطِلًا سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّار)

د الله سبحانه وتعالی په دې سترو کایناتو کې فکر او تدبر نتیجه دا ده چې ای الله تا دا مخلوقات بې فایدې نه دی پیدا کړی، بلکه په پیدایښت کې په زرګونه حکمتونه پټ دي او له ټولو نه ستر حکمت د مخلوقاتو په وجود د حکیم او خبیر ذات خالق د قدرت او حکمت دلیل دی.

نن یو وړوکی بلکه ذره بیني مخلوق «کروناویروس» د دې نړۍ د سترو اقتصادي او پوځي قوتونو غرور او جلال له خاورو سره خاورې کړی او د مقابلې توان يې ترې اخستی، په همدې اساس بله لار نلرو پرته له تسلیمدو او دا دعا چې ای الله موږ د اور«دوزخ» له عذابه وژغوره.

کرونا ویروس عذاب که رحمت؟
دا یو رښتینی حقیقت دی چې د الله سبحانه وتعالی هر کار له حکمتونو خالي نه دی، دا ناروغي «کرونا ویروس» هم خپل حکمتونه لري ولې موږ نه پوهیږو.

د تاریخ په تیرو ادوارو کې هم د طاعون، وبا او په نورو نومونو ناروغيو سر اوچت کړی او وژنې هم درلودې.

دا جسارت او جرئت ونکړو چې ووایو دا د الله قهر دی ، د الله غضب دی او یا داسې نومونه او خبرې وکړو چې موږ يې اجازه ونه لرو او نه توان.

ممکن دا چارې پر بندګانو د الله سبحانه وتعالی ابتلا، ازموینه، قهر، افت او یاهم ځانګړی رحمت وي.

ځینو مخلوقاتو او بندګانو ته رحمت او په ځينو به غضب وي، همدې خبرې ته د بشریت ناجي، حضرت محمد «صلی الله علیه وسلم» داسې هدایت او لار ښو ونه کړې ده.

عن أُمِّ المؤمنين عائشة (رضي الله عنها ) أنّها قالت:
سَأَلْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنِ الطَّاعُونِ، فَأَخْبَرَنِي: أَنَّهُ عَذَابٌ يَبْعَثُهُ اللَّهُ عَلَى مَنْ يَشَاءُ، وَأَنَّ اللَّهَ جَعَلَهُ رَحْمَةً لِلْمُؤْمِنِينَ، لَيْسَ مِنْ أَحَدٍ يَقَعُ الطَّاعُونُ، فَيَمْكُثُ فِي بَلَدِهِ صَابِرًا مُحْتَسِبًا، يَعْلَمُ أَنَّهُ لاَ يُصِيبُهُ إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَهُ، إِلَّا كَانَ لَهُ مِثْلُ أَجْرِ شَهِيدٍ.( رواه بخاري،کتاب طب، باب اجر صابر فی الطاعون)

ژباړه: وباء پر هغه چا مسـلطه ڪوي چې خوښـه یې شي، دا د مؤمـنانو لپاره رحمت دی، ڪه چیـري په یوه ښـار ڪې وباء وي او دغه مؤمن صـبر وڪړي او دا یې یقـین وي چي هر څه د الله جله جلاله له لوري دی الله به دغه مؤمن ته د شهـید اجـر او ثواب ورڪړي.

همدا راز  امام بخاري د حضرت انس «رضی الله عنه» نه روایت کوي… «قال رسول الله صلى الله عليه وسلم الطاعون شهادة لكل مسلم»

د ابتلا، قهر او افت په باب به ټول سره متفق اوسئ، خو د رحمت په باب به زه دومره ووایم، که دا ویروس سر نوی او چت کړی ممکن د ذروي قواوو درلودونکي مغرورو واکمنو داسې یو جنګ رامنځ ته کړی وای چې ټوله نړۍ يې سوځولې وای، دا او داسي نورې چارې.

د الله سبحانه وتعالی د عذاب بل اړخ د رحمت دی، په وبا او طاعون کې د مؤمن مسلمان پاتې کیدل له سیمې تیښته نه کولو او صبر باندې که مرګ هم راشي دا مرګ د شهادت دی او د شهادت مرتبه هر چاته نه تر لاسه کیږي.

اخره خبره، توجه وکړئ: مطمئین اوسئ چې د دې  ناروغي ټغر ټولیږي، الله سبحانه وتعالی به يې مهار کړي او دی به خپله قرنطین شي، دنیا به يې له حملو په آمن شي.

الله سبحانه وتعالی مو د هغه لښکر له عذابه وژغوره چې  په لنډه موده کې  په ملیونو نو انسانان وژني، د ناروغۍ موده يې یوه ورځ یا له دې هم کمه ده، د انسان په څټ د چنچي په شکل ویروس څرګندیږي او د څرګندیدو سره نور وخت نه ورکوي، خو همدا عذاب هم ځان سره رحمت لري، دا عذاب دی په یاجوج او ماجوج، خو په عین وخت کې پیرزوینه او رحمت دی په سیدنا حضرت عیسی «علیه السلام» او د هغه په لښکرو.

دا ناروغۍ د یاجوج او ماجوج په لښکرو عذاب دی، په رسوا مرګ يې محکوموي، د ژوند رحمت دی په مسلمانانو چې د یاجوج او ماجوج له شره ژغورل کیږي. «روایت امام مسلم»

له سیدنا حضرت عیسی (علیه السلام) نه یوه زمانه وروسته (په وروستي زمانه کې) یو خوږه، نسبتاً سړه او معطره باد لرونکې هوا خوریږي، چې د ایمان خاوندانو ته په رسیدو د مرګ سبب يې ګرځي، دا معطره هوا د مسلمانانو د تخرګ لاندې اړخ ته په رسیدو د مسلمان مرګ واقع کیږي، بلکه د چا په زړه کې چې ذره قدرې ایمان وي هغوی نه پاتې کیږي مګر په منکرینو هیڅ اغیزه نه کوي .( روایت د امام مسلم،بخاري ،احمد او…)

بلکه ویلی شو چې دې هوا کې مسلمانانو ته د رحمت سره مرګ دی او د ژوند عذاب دی په منکرینو.

قیامت هم په داسي حال کې قایمیږي چې په سر د ځمکې به د بني ادم نه یو مسلمان هم نه وي ژوندی، بلکه ټوله نړۍ به له منکرینو ډکه وي.

دې باد سره به د مسلمانانو ساه اخستل کیږي او منکرین به ژوندي پاتې کیږي، دغه مرګ رحمت دی او دغه ژوند عذاب.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close