شعـــــرونه

وخته لږ تم شه!!

عبدالرحمن کافي کابل

وخته ! منډې مه وهه کارونه لا نيمګړي دي
ژونده! کډه وانخلې، چې هرڅه لا اومړي دي

وخته! لږ خو تم شه چې لږ ساه واخلې، هوسا چې شي
پاته ارمانونه نیمه لار کې د چا ستړي دي

موږ چې د ابد په لوري یون کړی پښيمان نه یو
دلته ډیر قومونه لا تور تم کې خوبوړي دي

ورک له ډيرو زړو څخه اوس نور او ایمان دواړه دي
زړونه چې ودان په سپين ایمان دي زموږ وګړي دي

ځينو ځلمو خپل هدف هیر کړی، ویده شوي دي
چپ لور ته کاږه شول، خدایږو هسې لکه مړي دي

زموږ ځلمي احساس لري، تاريخ يې له غيرت نه ډک
بیا يې تاریخ جوړ کړ، له ازله نوموړي دي

دا خاوره همت لري، له ننګ او غیرت ډکه ده
ګورئ یې تاریخ ته چې غازيان يې ټول پياوړي دي

ټول ګوته په غاښ دي کافي عزم د طالب ته مې
لاس کې ځنځيرونه د زندان يې نازک پړي دي

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close