شعـــــرونه

غزل: مجيب دينارخېل

مجيب دينارخېل

چې خیال یې، حقیقت یې او کۀ وهم یې، کۀ څۀ یې!؟
حیران یمه چې هرې خواته وګورمه، تۀ یې!

رېښې دې د وتو نۀ دي نښتر نښتر هلکه
راشین مې ډېر پخوا نه د زړګي پۀ وچ راغۀ یې

پۀ خوا کې به دې خلګ د سیندو غوندې بهېږي
د عدل پۀ معیار کۀ تۀ ولاړ لکه د غرۀ یې

ښۀ نو تۀ یې راته ووایه، بیا څۀ کوم ځواني؟
وجود خو بیا د خاورو حق دی، روحه چې تۀ نۀ یې

ښکاره ده چې دا تا راته داړلي ضرورته
ښکاره مې دې هوسیو ارمانونو ته لېوۀ یې

یاران دې رسېدلي د هنر د اسمان ژۍ ته
یو تۀ یې دینارخېله چې د فیل غوږ کې ویدۀ یې

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close