افغانستان

د عبدالله ټیم: که د ټاکنو پایلې لغوه اعلان نشي، هیڅ ډول بحث پایله نه ورکوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وری، ۱۳۹۹ل): د عبدالله عبدالله د ټیم یو تن ویاند وایي، تر څو چې د ټاکنو پایلې لغوه اعلان شوې نه وي، د جوړجاړي هڅې کومې پایلې ته نه رسېږي.

فریدون خوځون دغه څرګندونې له طلوع نیوز سره په خبرو کې کړې، نوموړي ویلي « اول باید د ټاکنو پایله لغوه شي، بیا د هغو طرحو په تړاو خبرې کېدای شي، چې زموږ او مقابل لوري له خوا وړاندې کېږي.»

نوموړي زیاته کړې «تر هغو چې د ټاکنو پایله لغوه شوې نه وي، هيڅ ډول بحث پایله ورکولای نشي.»

د عبدالله عبدالله د ټیم له لوري دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې تېره ورځ اشرف غني عبدالله ته د سولې شورا ریاست او د ولسمشر لومړي مرستیال ته ورته پروټوکول وړاندیز کړ.

غني دا هم وویل، چې تیار دی د عبدالله عبدالله پلویانو ته په کابینه کې ځای ورکړي او دا ضمانت ورکړي، چې ګمارل شوي وزیران به له دلیل پرته نه لرې کېږي.

د اشرف غني دا وړاندیز هم مهاله د عبدالله د ټیم له لوري رد شو او یاده شوه، چې غني لا په هغه مؤقف کې نه دی، چې دا ډول وړاندیزونه وکړي.

د عبدالله عبدالله ټیم ددې تر څنګ تور ولګاوه، چې د بحران د حل په موخه له رامنځته شویو فرصتونو اشرف غني ناوړه ګټه اخلي.

د عبدالله عبدالله او غني بحران چې له راټوکېدلو یې میاشتې تېرېږي، دحل په موخه یې د کرزي او عبد رب رسول سیاف په محوریت هڅو لا هم کومه څرګنده پایله نه ده ورکړې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Even if you become the president of this great land, I do not think that you can lead this land.
Firstly, you will be definitely after Afghan young angels.
Secondly, you do not have the political and administrative knowledge.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close