افغانستان

بغلان کې لاریون کوونکي: بمبار کې ملکي وګړي وژل شوي، پوښتنه یې باید وشي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وری، ۱۳۹۹ل): په بغلان ولایت کې یو شمېر لاریون کوونکو د بغلان-سمنګان لویه لار تړلې او د هغو کسانو د مجازاتو غوښتنه کوي، چې ددوي په خبره، تېره ورځ یې په بمبار کې ملکي وګړي وژلي.

د ازادي رادیو د راپور له مخې، دغه بمبار تېره ورځ د ملکي وګړو په کورونو شوی، چې له امله یې د یوې کورنۍ یوه پيغله او یوه ماشومه وژل شوې او د همدې کورنۍ څلور نور غړي پکې ټپيان شوي.

لاریون کوونکي وایي، دولت دې د ملکي وګړو وژونکي مجازات کړي او د ولسي خلګو د وینې پوښتنه دې وکړي.

د بغلان ولایت ولایتي چارواکي د پېښې په اړه بې خبري څرګندوي او ادعا کوي، چې دوی ته لا څرګنده نه ده، په پېښه کې وژل شوي وګړي ملکي دي که نه؟

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close