روغتیا

چین وایي ۹۴ سلنه د کرونا وبا ناروغان یې بیرته روغ شوي

چین په داسې وخت کې پر کرونا د کابو کولو اعلان کوي چې دغه ناروغي په نوره نړۍ کې هره ورځ سلګونه کسان وژني.

نن ټکی اسیا (شنیه، ۱۶ وری، ۱۳۹۹ل): د چین روغتیا وزارت اعلان کړی چې د کرونا وبا (Covid-19) ۹۴سلنه ناروغان یې بیرته روغ شوي، او اوسمهال یوازې «۱۵۶۲» ناروغان تر تداوۍ لاندې دي.

چین په دې اعلان سره نړیوال حیران کړي چې څرنګه یې په داسې سخت وخت کې بې پرې خپره شوې وبا قابو کړې ده.

د تازه احصائیو له مخې په چین کې ورځ تر بلې په کرونا د اخته کسانو شمېر کمیږي، تر دې مهاله د اخته کسانو شمېر ۸۱۶۳۹ ته رسیږي چې له مخې یې ۷۶۷۵۱ تنه روغ شوي او کورونو ته تللي دي، کوم چې د ټولې شمېرې څخه ۹۴سلنه برخه جوړوي.

بیجینګ د جمعې په ورځ د ۴ کسانو د مړینې خبر ورکړی دی چې په ټولیز ډول په ټول هېواد کې د مړو شمېر ۳۳۲۶ تنو ته رسیدلې دی.

نن شنبه، چین په کرونا وایرس د ۱۹ کسانو د اخته کېدو خبر ورکوي، کوم چې د جمعې ورځې په پرتله چې ۳۱ تنه وو کم دی، له یادو پېښو څخه یې ځینې د کرونا په مرکزي ایالت هوبای کې هم ثبتې شوي دي.

د چین ملي روغتیا وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې په نویو ۱۹ پېښو کې یې ۱۸ هغه کسان دي چې له بهر څخه چین ته راغلي دي، «په چین کې د کرونا وبا خپریدل ودریدلي دي».

چین په داسې حال کې د کرونا وبا د کنترول ادعا کوي چې په نوره نړۍ کې هره ورځ نږدې زرګونه کسان مړه کوي او لسګونه زره نور پرې اخته کیږي.

د کرونا ویروس په لومړي وار د چین په هوبای ایالت ووهان ښار کې د دیسمبر میاشتې په ۳۱مه نېټه څرګند شو، چې د نوي کال په جنوري او فبروري میاشت کې د یاد هېواد هر ښار ته ورسېد، د مارچ په ۱۱مه نېټه د روغتیا نړیوال سازمان کرونا نړیواله وبا اعلان کړه.

دغه وبا اوسمهال له ۲۰۰ زیاتو هېوادونو ته خپره شوي او په ټوله نړۍ کې ۱۱۰۰زره کسان نیولي او له ۶۰زرو زیات یې مړه کړي دي.

چین کې د کرونا وبا وروستۍ شمیرې:

[cvct country-code=”CN”]
ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close