
د مولوي عبدالغفار بريالي دوه شعرونه
مرحوم مولوي عبدالغفار بريالی
مناجات
باري خوله مي کړې ګویا په مناجات
را نازل کړې ستا د فضل برکات
چي وجود مي سر تر پایه مبارک سي
راته حل سي د دې دهر مشکلات
د ځیګر داغ مي ډېوه د لمر په شان کړې
چي په ووینمه ارض و سماوات
د امید غنچه مي ګل ستا په کرم کړې
چي په بوی يې معطر کړم شش جهات
په محفل کي د عرفان مي ترجمان کړې
د اسرار وڅه مي ډک کړې عبارات
د الفاظو تر هډو مي ذهن تېر کړې
راته وښیې د مغز درجات
بریالی د خوف لمن په رجاء ډکه
ده راوړې ستا و فضل ته سوغات
نعت شريف
افلاک د ادراک دي مقام سیدا
املاک د لولاک دي انعام سیدا
تابان پر اسمان دي انوار د عظمت
نوښان د عرفان دي ابشار د عزت
احسان پر جهان لوړ شان و شوکت
اسماک د سماک دي اعظام سیدا
په تاج د معراج سر فراز عربي
علاج و سراج دي اعزاز عربي
په باج و تاراج یې ممتاز عربي
چي لات دي کړ مات په اسلام سیدا
په شپه د اسراء مرحبا و قدوم
اجلال د وصال در کړ رب القیوم
تطهیر و تنویر دي سو کشف الظلوم
صاحب د اکرام، احترام سیدا
اجود الورا سید المرسلین
رفعت اللوا رحمة العلمین
واهب العطا شافع المذنبین
دی عبدالغفار ستا غلام سیدا