
نیمار کرونا سره مبارزې لپاره نږدې یو ملیون یورو مرسته کړې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وری ۱۳۹۹ل): د کرونا وبا په وروستیو کې په ټوله نړۍ کې وژونکی حالت رامنځته کړی چې یو شمېر هېوادونه یې آن د روغتیایي وسایلو له کمښت سره مخ کړي دي.
په داسې حال کې چې کرونا وبا د ځینو هېوادونه اقتصادي وضعیت له خنډ سره مخ کړی، د فوټبال نړیوال لوبغاړي یې پر وړاندې مبارزې لپاره د عملي مرستې اعلان کوي.
د نړۍ مشهورې فوټبال ستوري «نیمار» د کرونا پر وړاندې مبارزې لپاره د ۸۸۰زره یورو (یو ملیون ډالر) مرستې اعلان وکړ، چې دغه مرسته به د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال صندوق (یونیسف) ته ورکول کیږي.
د پاریس سان جرمان لوبډلې ۲۸ کلن نیمار په ټولنیزو رسنیو د هغه کمپاین برخه هم و چې د کرونا پر وړاندې مبارزې لپاره یې او له خلکو یې غوښتل تر څو د بیوزلو سره مرسته وکړي.
له دې وړاندې هم د فوټبال مشهورو ستورو هر یو لیونل میسي، کریستیانو رونالډو او د نورو لوبډلو ګڼ شمېر لوبغاړو د کرونا پر وړاندې مبارزې لپاره د خپلو نیم معاشونو سربېره نورې مرستې هم کړي دي.