
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وری، ۱۳۹۹ل): نن د شنبې په ورځ د هرات په ښار کې یو پخوانی هوټل په ۳۰۰ بستریز روغتون بدل شو او له دې وروسته به د کرونا په وایرس اخته ناروغانو تداوي په کښي کیږي.
د بصیر احمد غوریاني په نامه د هوټل مالک وایی ډیر ژر به دغه نوي روغتون ته روغتیايي سامان الات ورسیږي.
د هرات ولایت د ایران سره د سرحد لرلو په وجه په افغانستان د کرونا وایرس له وجې تر اوسه لومړی مقام لري، د تیرې ورځې جمعې تر پایه په دغه ولایت کې ټولې ۲۰۴ پيښې ثبت شوي دي.
د هرات یوه ځايي چارواکي رسنیو ته ویلي چې د اړتیا په صورت کې کیدای شي ددغه نوي روغتون امکانات زیات شي او تر ۱۰۰۰ بسترو پوري ورسیږي.
باید وویل شي دا دوهم روغتون دی چې په هرات کې د کرونا وایرس د ناروغانو لپاره ځانګړی کیږي.
د هرات د عامې روغتیا رئیس عبد الحکیم تمنا وايي د نوي روغتون لپاره یې ۲۰۰ ډاکټرانو او نرسانو ته روزنه ورکړې ده.
د تمنا په وینا په هرات کې د تیرې جمعې تر ورځې ۲۰۴ پيښې ثبت شوي دي چې د هغو څخه یې ۱۴۴ نارینه او ۶۰ ښځي دي.
په افغانستان کې د ټولو پيښې شمار د تیرې ورځې د نویو شمیرو لمخې ۲۹۹ ته پورته شوی دی، خو ګمان کیږي چې د مثبتو پيښو شمیر به تر دې ډیر زیات وي، ځکه په افغانستان کې د تشخیص وسایل کم دي.
باید وویل شي چې د متخصصینو په وینا د کرونا ناروغي اثرات پر ډیرو خلکو نه را څرګندیږي چې له امله یې هغوی ددغې وبا ناقلین وي او کیدای شي داسي خلکو ته یې انتقال کړي چې د هغوی د سختې ناروغۍ او مرګ سبب شي.