نړۍ

ظواهري: دسوریی دحکومت مخالفت کونکي مجاهدین دي باید مرسته یی وشي

aimal_alzawahiri(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۲۸) دالقاعدي ډلی نوي مشرایم الظواهري په خپله نوي نشر شوي ویډیویی پیغام کي په سوریه کي دبشارلاسد دنظام په خلاف راپاڅیدلي خلګ مجاهدین اودهغوي رواني هڅي یی جهاد وبللي اوپرمسلمانانو یی ږغ وکړ چي ورسره هررنګه مرسته وکړي.

ظواهري وویل واشنګټن غواړي دسوریی په حاکم نظام کی تغیرات اوبدلون راولي،خومجاهدین پوهیږی چي تیري کونکي اوخاینان څوک دي اودعامه وژني اوظلم په مقابل کی ولاړدي،

نوموړي زیاته کړه داسي نښي نښاني ښکاري چي زمونږ مجاهدین دي له عامو خلګو سره کوم چي دبشارلاسد داداري پرخلاف یی په لاریونونو لاس پوري  کړی دي ودریږي.

له بله لوري ځیني خبري رسنیو خبرورکړی دي چي په سوریه کي دوژل شویو خلګ شمیره ۱۴۸۶ ته رسیدلي ده اوله ۱۲ زره څخه زیات لاریون کونکي دحکومت له لوري نیول شوی دي.

تیره ورځ ددمشق په سویل کي دکناکر له کلي څخه دسوریی دحالاتو دڅارونکو دډلي مشر خبرورکړي وو، چي دچارشنبي په ورځ دکناکرپه کلي کي دکورونو دنړولو پرمهال له ۱۱ څخه زیات دحکومت مخالفت کونکي ووژل شول.

دسوريی دحالاتو دڅارونکو ډلي مشر چي دفتریی په برطانیه کی کي دي وویل تیره ورځ ۴ داني حکومتي شوبلي دبیلډوزرو په شمول یوه کلي ته چي له دمشق څخه ۳۰ کیلومټري لري پروت دي ننوتي او ۱۴ شوبلي نوري لاله وړاندي څخه هلته دخلګودځپلو لپاره ځای پرځای شوی وي.

نوموړي زیاته کړه دسیمي خلګو دخپلو ودانیو له بامونوڅخه دالله اکبر ناري وهلي اوپرشوبلو باندی یی دډبرو وارونه کول، اوځینو نورو لاریونکونکو بیا په لارو کي اورونه بل کړی وه ترڅودشوبلو دپرمختګ لاره ډب کړي.

دسوریی دبشري حقوقوپالانو ډلي مشر عمرالقرابي دعیني شاهدانو له قوله خبرورکوي چي دسوریی دڅارګري اداري کارکونکو په کلي کي له ۳۰۰ څخه زیات خلګ ونیول او ۱۱ کوچنیو موټرو کی یی ونامالوم ځای ته یووړل.

دپورته څرګندونو په اړه تراوسه پوري دسوریی حکومت درسنیو په وړاندي خپل رسمي نظرنده څرګند کړی، ویل کیږي چي دسوریی چارواکو ددمشق ښارو شااوخواکي پرتوکلیوته چیري چي خلګ دنظام په خلاف راپورته شوی دي، اضافي ځواکونه لیږی ترڅو حالات ترکنټرول لاندی راولي.

درامي عبدالرحمن په نامه شره سوکس خبري رسنیو ته وویل دسوريی حکومتي چارواکوپه سلګونو نورعسکر دزبداني په نامه سره کلي اودهغه اطرافو ته لیږي ترڅو دبغاوت کونکومخه ونیسي، اوداسي اوازي شته چي حکومتي عسکرو په سلګونو خلګ نیولي دي.

دسوريی حکومت په دی وروستیو کي دلاریونکو کونکو په وړاندي چی له تیرو څلورو میاشتو راپدي خوایی دبشارلاسد دنظام دنسکوره ولو په لپاه  مظاهرو اولاریونونوته مخه کړی ده په سخت عکس العمل باندي لاس پوري کړی دي   ترڅو لاریون کونکي وځپی اومخه یی ونیسي.

داسي کنګوسي شته چي دروژي مبارکی په میاشت کی به لاریونونه اومظاهري نورهم زور واخلي.

بخت الرحمن …………… نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x