افغانستانروغتیا

د هرات، کابل، ننګرهار وروسته په بلخ کې هم د کرونا د تشخیص مرکز پرانیستل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وری، ۱۳۹۹ل): د عامې روغتیا وزارت وایی په مزار شریف کې يې تازه د کرونا د پيښو د تشخیص لپاره مرکز پرانیستلی دی چې هره ورځ به ۳۰ معاینات کولای شي.

د بلخ ولایت د عامې روغتیا رئیس خلیل الله حکمتي په دغه مناسبت نن رسنیو ته وویل چې تر راتلونکې اونۍ پوري به د دغه مرکز ظرفیت ۲۰۰ معاینات (ټیسټونه) ته پورته شي.

تر اوسه په افغانستان کې ټول څلور مرکزونه پرانیستل شوي چې کولای شي د کرونا پيښو معاینات وکړي، چې په کابل، هرات او ننګرهار ولایتونو کې شتون لري.

حکمتي وویل ددې تر مخه مونږ د معاینات لپاره د وینو نمونې کابل ته استولې، چې هم د ځنډ سبب ګرځېدې او هم خپله یو لوی خطر وو.

د تیرې میاشتې مارچ پر ۳۰مه نیټه د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز په مطبوعاتي کانفرانس کې ویلي وه چې په هیواد کې به د معایناتو ظرفیت لوړ کړي او د ورځې به یې ۱۰۰۰ معایناتو ته پورته کړي.

باید وویل شي چې تر اوسه په بلخ ولایت کې ټولې ۴ پيښې ثبت شوي دي چې له هغو څخه یې یو مړ شوی دی.

د بلخ ولایت مسؤولین وايي چې ښار یې د وبا د مخنیوي لپاره بندی کړی دی خو په نشه روږدي کسان د اوس لپاره یو لوی چلینج دی چې دوی به یې په یوه اونۍ کې له ښاره ټول او خوندي ځایونو ته انتقال کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close