افغانستان

حکومت: د طالب زندانیانو په موضوع پرمختګ شوی، خو نهايي پرېکړې ته لا نه یو رسېدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وری، ۱۳۹۹ل): د ارګ ویاند وایي، د طالبانو او حکومت تخنیکي ټیمونو پرلپسې ناستې کړې او د طالب زندانیانو د خلاصون په موضوع پرمختګ شوی.

صدیق صدیقي دغه څرګندونې له طلوع نیوز سره د خبرو په مهال کړې، نوموړي ویلي « د حکومت د لومړنیو اړیکو ګروپ د طالبانو له تخنیکي ټیم سره یو ځای کار کوي، په دې برخه کې پرمختګونه رامنځته شوي او حکومت د سولې لپاره اساسي ګامونه اخستي.»

صدیقي زیاته کړې «زموږ تمه داده، چې طالبان له تشدد لاس واخلي او د سولې پروسه ومني.»

د پنځه زره طالب او امریکایي زندانیانو خلاصون چې د طالبانو او امریکا تر منځ په لاسلیک شوې توافقنامه کې ورباندې توافق شوی وو، باید د تېرې میلادي میاشتې په لسمه د خلاصون دا پروسه پیل شوې وای، خو حکومت په دې برخه کې یو شمېر شرایط وضع کړل، چې له امله یې د بندیانو د خلاصون پروسه وځنډېده.

څه موده وړاندې په دوحه کې حکومت د سره صلیب، قطر او امریکا د استازو په حضور کې له طالبانو سره ومنله، چې د بندیانو د خلاصون پروسه به د مارچ د میاشتې په ۳۱ مه نېټه عملا پیلېږي، خو له ټاکل شوي نېټې شپږ ورځې تېرې شوې، مګر لا هم د زندانیانو د خلاصون پروسه نه ده پیل شوې.

څلور ورځې وړاندې د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ نېټه د طالبانو د بندیانو چارو له مسئولینو څخه یو درې کسیز پلاوی کابل ته ولاړ او تر دې دمه هلته د قطر له لوري په برابر شوي ځای کې اوسې او د حکومت له تخنیکي ټیم سره یې لیدنې دوام لري، مګر لا هم د زندانیانو د خلاصون د پروسې د عملي پیل نېټه نه ده روښانه شوې.

د حکومت د عدليې وزیر «عبدالبصیر انور» وایي، بحث د هغو شرایطو دی، چې دواړه تخنیکي ټيمونه یې په خپل منځ کې لري.

د انور په خبره، که چېرې تخنیکي ټیمونه یوې څرګندې پایلې ته ونه رسېږي او د حکومت تعهدات عملي نشي، د اپروسه به نوره هم وځنډېږي.

د طالب زندانیانو خلاصون چې بین الافغاني ورپورې مشروط شوي، هره ورځ ځنډ یې د لسګونه افغانانو د ژوند په بیه تمامېږي او له امله یې بین الافغاني مذاکرات له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د ولسي جرګې غړی «ګل احمد اعظمي» وایي، حکومت او طالبان باید دا پروسه په چټکۍ او جدي ډول مخته یوسي، ځکه هره ورځ ځنډ یې د جنګ دوام دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابوالوفاء

د ښادۍ د امريکې او طالبانو توافقنامه دي سي، وايي دايې قباله په چا يې منې ؟ که د دې اشرف غني دا ډول ډول سپین سترګۍ او مشکل تراشۍ وې دا نولس به خدای خبر چي شل کېږي. وه زوی دي ومره په دې ميزاقلميو، خو دا بنديان خواران دي له ډېره انتظاره مړه کړه. وايی: الانتظار اشد من القتل. له آزاره يې نه وېرېږې؟ په کرونا دي کرګ سه ! دا ټوله حرامزاده ګي په امريکايانو کي ده، هغوی ټګي کوي. وايي: «ګيلګی چي غورځي د موږي په زور». اصلاً هغو د دغو پيشو بازيو موقع ورکړې ده. ميلر ، پامپيو او د امريکې سفير د دې پر ځای چي غني ته غاښونه وچيچي طالبانو ته د جګړې د بندېدو په هکله پلاستيکي ګواښونه کوي . زما په اند ښه داده چي طالبان له امريکايي لوري څخه د توافقنامې د هغو موادو تطبيق وغواړي چي په هغو پوري اړه لري.

جمیل

د غلامانو دی دا پیاد وی چی مالکان یی تښتی ، هره ورځ چی د سولی تیریږی د دوی په تاوان ده . دوی دی پدی ښه سر خلاص کړی چی په همهغه ۱۴ میاشتو کی به یی مالکان تښتی او دوی به یوازی د مجاهد اولس و رحم ته پریږدی . داچی دا هره ورځ پر زوریدلی او کړیدلی افغانانو څه تیریږی ؟ خدای خبر ، خو دا ټوله خون او خرابی د همدی بیهمتو غلامانو په غاړه دی او د خپلو جرمونو وزن ډیروی .
الهی جل جلا له لدی بیهمتو څخه نور ګران افغانستان وساته .

الحاج استاذ بیانزی

دا د کابل د غلامی اداری صلاحیت نه دی چه بندیان خوشی او یا خوشی نه کړی ، د کابل غلامان د امریکا غلام مامورین دی ، هغه وایی او هغه کوی چه د ویلو او کولو ورته ویل شوی چه دا وکړه او دا مه کړه ، یعنی هر څه د امریکا د پیاوړتیا او کمزورتیا پوری اړه لری هغوی دا هیواد د څه ځانګړو او مهمو موخو د پاره اشغال کړی او د هغو موخو ترلاسه کولو د پاره هم خپله او هم یی دغه غلامه اداره او غلام غنی په دندو ګمارلی .
کوم کارونه چه خپله کوی هغه خپله کوی او کوم باندی چه خپله شرمیږی بیا غلامی اداری ته وایی داسی وکړه او داسی مه کوه د مثال په ډول همدا د پنځو زرو بندیان هوشی کول په هغه توفقنامه کی بی له دی چه کوم شرایط یی په اړه ویل شوی ، خوشی شی ، خره ګوره او د صحرا شپه ګوره غلام غنی ګوره او د بندیانو نه خوشی کول ګوره او یا د شرایطو ټاکل او داسی نور ،
دا هم د امریکایانو ردالت او منافقت دی که په دی بندیانو وکولای شی طالبان د غلامی اداری سره خبرو کولو ته مجبور کړی چه له امله به یی غلامه اداره او اشغال مشروعیت تر لاسه کړی او لا به د سولی پروسه پری د نامعلومو موخو د پاره وځندوی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close