نظــر

د زندانيانو په اړه د طالبانو او دولت مسؤليت

عباس عابد

د حديبيې د سولې تړون نه وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم د نړۍ پاچاهانو ته ليکونه واستول. د فارس (اوسني اېران) پاچا کسری ته يې هم د اسلامي دعوت منلو ليک د حضرت عبدالله بن حذافه سهمي رضی الله عنه په لاس ولېږه، حضرت عبدالله بن سهمي رضي الله عنه له خپلې کورنۍ نه رخصت واخيست روان شو؛ خورا ستونزې او مشکلات يې وګالل او ځان يې د اېران پاچا دربار ته ورسولو، د نبي کريم صلی الله عليه وسلم مبارک ليک يې نېغ په نېغه هغه ته ورکړ او ستر مسؤليت يې سرته ورسولو.

د حضرت عبدالله بن حذافه سهمي رضی الله عنه يوه بله عجيبه او نا اشنا کيسه هم د يادولو وړ ده، چې د هغې په اساس ډېر مسلمان بنديان د رومي سړيخورو له بنده ازاد شول.

د دوهم خليفه اميرالمؤمنين عمر فاروق رضي الله عنه د خلافت پر مهال د هجرت په (۱۹) کال حضرت عبدالله بن حذافه رضی الله عنه له نورو اصحابو کرامو سره د روميانو خلاف جهاد ته لاړ، د روميانو واکمن هرقل خپلو پوځيانو ته لارښوونه کړې وه، چې کوم مسلمان مجاهد مو ژوندی ونيو هغه مه وژنئ او ژوندی يې ما ته راولئ.

د حکيم (الله جل جلاله) په هر څه کې حکمت وي، حضرت عبدالله بن حذافه رضي الله عنه هم د جګړې پر مهال بندي شو او د رومي عسکرو هغه پاچا هرقل ته يې وروست او پاچا وويل: دا د محمد صلی الله عليه وسلم له لومړنيو ملګرو څخه دی.
د روم قيصر په غور او دقت سره عبدالله بن حذافه رضي الله عنه ته کتل او بيا يې ورته وويل: زه تا ته نصرانيت وړاندې کوم، که هغه ومنې، تا خوشې کوم او ستا عزت کوم.

حضرت عبدالله رضي الله عنه د هغه وړانديز رد کړ او ويې ويل: ته چې ما څه ته بولې له هغه نه ما ته مرګ ډېر غوره دی، زه هغه خوښوم.

قيصر ورته وويل: ته پوه هوښیار انسان يې، که زما وړانديز ومنې، زه به دې په خپله واکمني کې له ځان سره شريک کړم. د پاچا هرقل د وړانديزونو په مقابل کې په زنځيرونو کې تړلی بندي مُسکی شو او ويې ويل: که چېرې ته ما ته خپله پاچاهي راکړې او د عربو واکمني هم راوبښې، چې زه د سترګو رپ هومره د محمد صلی الله عليه وسلم له دينه واوړم، هيڅکله به داسې و نه کړم.

د روم قيصر په مرګ وګواښه، نو عبدالله رضی الله عنه ورته وويل چې څه کوې، هغه وکړه، قيصر وويل: د دار په تخته يې وتړئ، د پښو شاوخوا ځايونه يې په غيشو وولئ او د نصرانيت بلنه ورکړل شوه، خو هغه رد کړه.

له دې پورته هڅو وروسته قيصر وويل: په يو لوی دېګ کې غوړي ورته ګرم او بيا دی په کې وغورځوئ، دا ظالمانه امر پر ځای شو، لومړی يې دوه مسلمان بنديان راوستل او يو يې د غوړيو دېګ ته ور واچولو چې هډوکي او غوښه يې سره جلا جلا شول.

له دې وروسته قيصر بيا عبدالله رضی الله عنه ته د نصرانيت منلو بلنه ورکړه، ولې د اسلام پتنګ بيا انکار وکړ، رومي ديکتاتور حکم وکړ، چې د نبوي شمعې پتنګ ګرمو غوړيو کې واچوئ، نو دا مهال عبدالله رضي الله عنه وژړل، د پاچا عسکر هغه ته ورغلل او ورته کړل يې چې: بندي عبدالله ژاړي. هرقل وويل: ما ته يې راولئ، عسکر ورته راووست، پاچا بيا خپله ناوړه بلنه (نصرانيت ومنه) ورته وړاندې کړه. اما بندي عبدالله رضي الله عنه د هغه ناروا غوښتنه رد کړه.

پاچا ورته وويل: بيا ولې ژاړې.

عبدالله رضی الله عنه وويل: ما ځکه وژړل چې اوس مې دېګ ته ورغورځوي، نو زما يو روح دی او هغه به ووځي او د خپل رب جل جلاله لور ته به لاړ شي، کاشکې زما د وېښتانو په اندازه ساګانې وای، چې ټولې په دې ديګي کې د الله جل جلاله په لاره کې غورځېدلې وای.

پاچا وويل: که زما تندی ښکُل کړې زه به تا خوشې کړم؟

قيدي عبدالله رضی الله عنه وويل: که ټول مسلمان بنديان خوشې کوې او ازادوې؟

هرقل وويل: هو، ټول مسلمان بنديان ازادوم.

عبدالله رضي الله وايي: سوچ مې وکړ چې په دې سره مسلمان ايران د کفارو له شکنجو او بنده خلاصيږي، نو پاچا ته ورغلم په تندي مې ښکل کړ. هغه امر وکړ چې ټول مسلمان بنديان عبدالله بن حذافه سهمي رضي الله عنه ته وسپارئ، چې د هغه حکم پر ځای او مسلمان اسيران رها شول.

کله چې عبدالله رضي الله عنه د اميرالمؤمنين په وړاندې حاضر شو او ټول جريان يې ورته تېر کړ، هغه (اميرالمؤمنين) وويل:

په هر مسلمان دا لازمه ده چې د عبدالله بن حذافه سهمي رضي الله عنه تندی ښکل کړي، تر ټولو مخکې زه دا کار کوم، نو هغه پاڅېده د نوموړي تندی يې ښکل کړ.

قيد او بند، قيدي او بندي هغه شخص وي، چې له هغه څخه ټول حقونه اخيستل شوي وي، هغه هيڅ واک او اختيار نه لري، د هغه ژوند د حيواناتو له ژونده هم بدتر او ناوړه وي، بيا هغه قيدي چې له کفارو سره بندي وي.

هو! د ګران هېواد ډېر بچيان پرته له جرمه د ظالمانو په بندي خانو کې شپېۍ ورځې تېروي، چې ظالمانو په شپنيو چاپو او کمينونو کې نيولي او ځينې يې په رڼا ورځ له لارې، ښوونځي، دوکان، پولې، پټي، مدرسې او جومات څخه پورته کړي او په جهنمي بنديخانو کې يې اچولي، اوس هلته تر هر ډول شکنجو لاندې دي!!!

په سنګر کې جنګېدونکی مجاهد مظلوم نه دی، هغه اتل دی، د خپل دين او خپل ټاټوبي لپاره په جهاد بوخت دی، هغه د خپل ځان واک او اختيار لري، ولې قيدي او بندي مظلوم دي، هغه هيڅ واک او اختيار نه لري، نو د هغوی د خلاصون لپاره هر ډول هڅې او کوښښ په کار دی، څو هغوی خوشې او ازاد شي.

ځينې بنديانو له بنديخانو څخه مدرسې جوړې کړې دي، ليک او لوست يې په کې زده کړی، قرآن کريم يې حفظ کړی، حديثونو يې زده کړي او ياد کړي، د خپلو ښو کړو وړو چال چلن له امله يې د قاچاق، اداري فساد او نورو جرمونو په اساس بند کسان سمې لارې ته سوق کړي، چې په پای کې له هغوی څخه د ټولنې غوره اشخاص جوړ شوي.

د تېرې فروري په (۲۹ مه) نېټه د طالبانو او امريکا ترمنځ د قطر هېواد په دوحه کې تړون لاسليک شو، چې د هغه له مخې به د مارچ په لسمه نېټه د طالب بنديانو د خلاصون او خوشې کېدو بهير پېليږي او همداشان له طالبانو سره بندي دولتي کسان هم خوشې کيږي. او بين الافغاني مذاکرات به شروع کيږي. ولې متأسفانه چې د کابل ادارې ناغېړي پېل کړه، تر اوسه څو ځله د بنديانو د خلاصون اعلان وشو، ولې بنديان ازاد نه شول، چې دا يو ناسم کار دی. اوس چې د طالبانو د قطر له سياسي دفتره دری کسيز هيئت راغلی او له دولت سره يوازې د بنديانو د ازادولو په ترتيب، جوړښت او مېکانيزم خبرې کوي.

د ځينو خبري راپورونو په اساس په دې توافق شوی، چې د دولت له لوري به سل طالب بنديان ازاديږي او همدارنګه د طالبانو له خوا به شل دولتي قيدان له بند رها کيږي، چې دا ډېر غوره ګام دی.

دواړه خواوې بايد د قيديانو خوشې کول، په نورو مسائلو پورې معلق او مشروط نه کړي، ځکه دې بنديانو ته ډېرې افغانۍ خويندې او مېندې سترګې په لاره دي. هر طرف بايد قرباني ورکړي او بنديان خوشوې کړي، لکه څنګه قرباني چې حضرت عبدالله بن حذافه سهمي رضي الله عنه ورکړه، د کافر تندی يې ښکل کړ، څو مسلمان بنديان له رومي جهنمه خلاص کړي، يوازې د ځان د خلاصون لپاره يې و نه کړل. نو بناءً دا د دواړو اړخونو مسؤليت دی، چې قيديان له بنده خوشې کړي او د دوی په بندي ساتلو حکومت خپل موقف پياوړی نه کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close