
پاکستان د تورخم او چمن لارې افغانستان ته د تلونکو په مخ پرانیزي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وری، ۱۳۹۹ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د بشري خواخوږۍ په اساس او د کابل حکومت په وړاندیز یې د چمن او تورخم د لارو د مؤقتې پرانستنې غوښتنه منلې.
د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان حکومت په ځانګړې غوښتنه د تورخم او چمن لارې د هغو افغانانو په مخ خلاصېږي، چې خپل هیواد ته د ستنېدو نیت لري.
د خبرپاڼې په بنسټ، دغه لارې به په یو اړخیز ډول له پاکستان څخه افغانستان ته اوښتونکو کسانو په مخ د روانې اپریل میاشتې له شپږمې تر نهمې نېټې پورې د «ټاکلو وختونو» په دوران کې خلاصې وي.
On #Afghanistan’s special request & on humanitarian considerations,we are allowing exit of 🇦🇫 nationals, wishing to go back to their country,through Torkham & Chaman border crossings on 6-9 April.
We remain in solidarity with our Afghan brethren at this time of global pandemic.
— Spokesperson 🇵🇰 MoFA (@ForeignOfficePk) April 4, 2020
په پاکستان کې افغان سفیر «عاطف مشعل» هم په خپل ټويټر باندې د دواړو لارو د خلاصون خبر ورکړي او څرګنده کړې یې ده، چې هره ورځ به زر تنه افغانان له دې لارو څخه د تېرېدلو اجازه ولري.
د مشعل په خبره «هغه افغان مسافرین، چې پاکستان کې ایسار پاتي او د ویزو د اعتبار نېټه یې پوره شوې، کولای شي د تورخم او سپين بولدک له لارو د اپرېل له شپږمې څخه تر نهمې پورې افغانستان ته پرته د ویزو له تمدیدولو داخل شي.»
هغه افغان مسافرین، چې پاکستان کې ایسار پاتي او د ویزو د اعتبار نېټه یې پوره شوې، کولای شي د تورخم او سپين بولدک له لارو د اپرېل له شپږمې څخه تر نهمې پورې افغانستان ته پرته د ویزو له تمدیدولو داخل شي. @ForeignOfficePk @mfa_afghanistan
— Atif Mashal (@MashalAtif) April 4, 2020
د تورخم او سپین بولدک لارې، چې هره ورځ به زرګونه افغانان ورباندې خپل هیواد ته تېرېدل، له تېرو څو اوونیو راپدېخوا د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه تړل شوې وې او زرګونه کسان دواړو لورو ته بند پاتې وو.
لا هم څرګنده نه ده، چې په دې لارو به پاسپورټ نه لرونکي افغانان هم پرېښودل کېږي که نه؟