شعـــــرونه

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

ما دې یاد سره یاري روانه کړې
اوس مې سمه پاچاهي روانه کړې

ستا یوه وړه، خوږه غوندې مسکا وه
ما پرې ټوله زنده ګي روانه کړې

د خانانو دله ګانو پکې څۀ دي
موږ خو خپله ملنګي روانه کړې

یو زلمی دی سر یې لاسو کې نیولی
د خدای در ته یې ځواني روانه کړې

د دنیا غوندې د نیمې لارې یاره
ما له ځان سره چټي روانه کړې
یا مرګ نۀ مني او یا یې بیخي هېر دی
خلکو بل رنګه خـواري روانه کړې

په اوږدۀ سفر روان یې لارویه
خو کڅوړه دې خالي روانه کړې

ښایسته بد رنګ سړي روانه کړې
که د لم ټوټه ده سپي روانه کړې

چې هر ښکلی دې مرید دی “خدرخېله”
دا دې څنګه بزرګــي روانه کړې
ــــــــــــــــــــــــــــ
ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close