نړۍ

په پاکستان کې افغان کډوال وایي د خوراکي توکو نه شتون له کرونا څخه خطرناک دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وری، ۱۳۹۹ل): په نړۍ کې د کرونا ویروس خپریدل بیا په لویو ښارونو کې د کرونا ویروس له امله په ګرځیدو بندیز انسانان د ډول ډول ستونزو سره مخ کړي ، په ځانګړي ډول هغه مهاجرین چې په پردیو هېوادونو کې د فقر او غربت په حالت کې ژوند کوي د زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې په سلګونو زره افغان مهاجرین د ګرځبندیز له امله سخت متأثره شوي دي، «ډان» ورځپاڼې د عبدالله او نورو افغان مهاجرینو له قوله لیکلي چې دوی د لوږې په سخت حالت کې قرار لري، ګرځبندیز د دوی ځوانان بېکاره کړي او ذخیره کړي خوراکي توکې یې د ختمیدو په حالت کې دي، افغان مهاجرین زیاتوي چې نه دولتي ادارو او نه غیر دولتې ادارو زمونږ دې حالت ته توجه کړې.
دا په داسې حال کې چې په پاکستان کې د ۲،۸ میلونه افغان ګډوال اوسيږي، پاکستان په اوس وخت کې د نړۍ په سطحه د ترکیه څخه وروسته دویم هېواد دی، چې ډیر مهاجرین په کښي اوسیږي.

د پاکستان په سند ایات کې تقریبا ۵ لکه افغانان په داسې حال کې ژوند کوي چې روغتیا خدمتونو ته لاس رسی نه لري.
د افغانستان د جګړې له امله مهاجر شوی افغانان د هېواد له سرحدونو سره نږدې په خیبر پختونخواه او بلوچستان ایالت کې او سېږي.

د وروستیو معلوماتو له مخې تر اوسه په پاکستان کې په کرونا اخته شویو کسانو شمیر تر ۲۷۱۴ تنو پوري رسیدلی دی او په افغانستان کې ۲۹۹ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

دواړو هېوادونو په ګرځیدو بندیز لګولی په داسې حال کې چې روغتیا خدماتو د نه شتون ترڅنګ فقر هم پکې حاکم دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x