افغانستان

ملي امنیت وايي، د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر یې نیولی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وری، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د ملي امنیت ریاست وایي، د اسلامي دولت ډلې یا «داعش» د خراسان څانګې مشر «اسلم فاروقي» یې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې له خپلو نوولسو نورو ملګرو سره یو ځای نیولی.

د ملي امنیت له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي «عبدالله اورکزی، چې په اسلم فاروقي مشهور وو او د داعش ډلې د خراسان څانګي مشري یې په غاړه درلوده، د  قاري ذاهد او طلحه پاکستاني په نوم له دوو نورو قوماندانانو سره یو ځای نیول شوی.»

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې فاروقي او نوولس نور ملګري يې د ځانګړو عملیاتو په مهال د افغانستان په جنوب کې نیول شوي.

اسلم فاروقي، چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په اګست میاشت کې د افغانستان لپاره د داعش ډلې مشر ټاکل شوی وو، د ملي امنیت د اعلامیې په بنسټ، د پاکستان د اورکزۍ سیمې اوسېدونکی دی او تر دې وړاندې یې د داعش له لوري د پېښور ولایت د نظامي مسئول په حیث کار کاوه.

د ملي امنیت له قوله، فاروقي په کابل کې د اهل هنود پر عبادتځای او په کابل کې په ورته نورو خونړیو بریدونو کې لاس درلود او په خپلو لومړنیو خبرو کې یې اعتراف کړی، چې نوموړي د لشکر طیبه په ګډون له ګڼو ډلو سره اړیکې درلودې.

داعش ډله، چې په افغانستان کې يې طالبانو نږدې ټول ټغر ور ټول کړی، حکومت یې په ملاتړ او تمویل تورنېږي.

هغه مهال چې طالبانو په ننګرهار کې د داعش جنګیالي تر سختو بریدونو لاندې نیولي وو، حکومتي الوتکو په پرلپسې ډول د طالبانو لیکې بمبار کړې او محاصره داعشیان یې جلال اباد او کابل ته انتقال کړل.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

These people would be protected and secretly moved to the safe heavens. It is not easy to capture these people easily. There
must have been some sort of understanding in advance between the MILI AMNET and Khorasan. I think Taliban are truly coming and Khorasan must be protected but in a professional and political way.

جمیل

په فارسی کی وایی خر ګفت و خر … باور کرد .
افغانان خو یی نه منی ، دا دوهم خره دومره خره دی چی د لمړیو خرو خبره به ومنی ؟

مجاهد

داعشیان د اسلامی هویادو بلیک واتر دی مشری یی افغانستان حکومت کی د اتمر او غنی په غاړه او په غرونو دشتونو کی د ګلبدین ، دوستم او داسی نورو پوری اړه لری چه طالبان پری وځپی ، مجاهدین او الهی نظام بدنام کړی .
دا زه نه وایم ، دا د حکومت لوړبوړو او مشهورو مشرانو لکه ظاهر قدیر او داسی نورو په کراتو کراتو ، د شواهدو او اسنادو سره ویلی او وایی.
د امریکایانو راتلویکی پلان دا وو ، له هیواده به وځی ، د طالبانو سره جنګ به بلیک واتر ( داعشیانو یا حزبیانو ) ته پریږدی ، غنی، اتمر او اوس ورسره محب به یی تمویل او تجهیزوی د جنوب له خوا به یی ګلبدین او د شمال له خوا به دوستم قومانده د هرات له خوا اسمعیل خان او داسی نور قومانده ورکوی د همدی امله یی ګلبدین له باګرام بنګلی د دارلامان بنګلی ته رانقل کړو.
خپلی خبری لنډوم، طالبان د الله چ ځانګړی مجاهدین دی هر ډول وړتیا او پیاوړتیا یی ورکړی لکه څرنګه چه یی ګلبدین ، مسعود، ربانی ، اسمعیلخان ، نور دوستم او داسی نور ټول پسی واخستل خالق او مظلوم اولس ورسره ملګری وو ، شرعی نظام یی پلی او په مټ یی هیواد کی سراسری امنیت ، سوله او هوساینه رامنځته کړه ، کومه چه نظم نوین جهانی چه په راست کی یی امریکا او اروپا قرار لری نه غوښتل، ځکه یی په ګډه او په ډیر وحشت زمونږ ملی او الهی نظام ختم او هماغه جنسالاران غلامان یی د غلامی اداری چارواکی کړل .
طالب مجاهدینو د همت ملاوی وتړلی له دجال په ځای له الله ج ویریدل او له الله ج یی نصرت غوشتل او د خپلو مظلوم اولس په ملاتړ یی دجالی قوتونه چه په راست کی یی امریکا قرار لری په سجدو کړل . او د هغوی بلیک واتر ( داعشیانو ) ته یی هم د عبرت درس ورکړو . امریکا حیرانه پاتی ده چه د طالبانو سره نه خپله او نه یی بلیک واتر یعنی داعشیان چنګیدلی شی دواړو ته یی ماتی ورکړه . نو له دی شرمه چه داعشیان خو د دوی له خوا نه وو استخدام شوی وخت ناوخت به یی د داعشیانو سره د جنګ شعارونه زمزمه کول .
اوس یی ورله یو کس د داعش د مشر په نوم او نور ۱۹ کسه مشرانو په نیولو داسی وانمود کوی چه ګوندی داعش د دوی دوست نه دشمن او د دوی له خوا مات شول ، کفر دروغ، غلا او درغلیو ( حق پټونو ) ته وایی حق پټونه د کفارو هنر او تقوی ده .
وند

جلال

داسى درامو لپاره اوس دير ناوخت شيوى دي. اوس يو ماشوم هم پوهيژي چى داعشيان يو بلك واترى پروژه دي، چى د مزدور حكومت غيرملى او ناامنى اداره، سره دخپل بادارانو، منجمله خبيث آى اس آى، د هغوى تشكيل، تجهيز او تمويل په غاره لرى. اللهم اكفنيهم بماشئت.

غ.حضرت

ځینی کسان ګومان کوی چی د امریکائیانو او انګرېزانو او پنجابیانو او نورو استعمارګرانو او توطئه ګرانو لاس فقط پنځه ګوتی او په خوله کی فقط یوه ژبه لری.
تر ټولو بدمرغه ، هغه کسان دی کوم چی نه پوهېږی څنګه او ولی د توطئه ګرانو او د افغان او اسلام د دښمنانو په جال کی را ګیر دی.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close