نظــر

اسلم فاروقي نیول شوی که پناه ورکړل شوې؟؟

حامد ننګرهاری

اسلم فاروقي د پاکستان د قبایلي سیمې اورکزو ایجنسی سره تړاو لري چې د خراسان داعش یو له سرکښو مشرانو ګڼل کیده. کله چې په افغانستان کې د داعش دوه د سر مشران حافظ سعید خان او  شیخ حسیب یو په بل پسې ووژل شول، ورپسې اسلم فاروقي د خراسان د داعش مشر وټاکل شو چې تر اوسه د همدې ډلې مشر یادیده.

تېر کال چې طالبانو د ننګرهار ولایت د سپین غر په اړونده ولسوالیو کې په داعش ځپونکي عملیات وکړل او دغه ډله یې په ننګرهار کې له منځه یووړه، په ننګرهار کې ځایي چارواکو که له یوې خوا محاصره داعشیانو ته پناه ورکوله، بل اړخ ته یې د اسلم فاروقي په شمول د داعش ژوندي پاته مشران کونړ ته انتقال کړل تر څو په دې ولایت کې د فتنې اور بل وساتي او د طالبانو په وړاندې وجنګیږي.

اسلم فاروقي له ځینو نورو داعشیانو سره تېرې څو میاشتې په کونړ کې اوسیده. د نوموړي سره د شیخ عطاء الله په نوم د کونړ لپاره د داعشیانو مسؤل هم ملګری و، شیخ عطاء الله اصلا د ننګرهار د خیوې ولسوالۍ د کاشکوټ اوسیدونکی دی. اسلم فاروقي او ورسره ملګري یې د کونړ د نورګل مزار درې، د دیوه ګل چلس سیمې او شوړیک تر منځ په تګ راتګ کې وې چې مسلسل په دې سیمو د طالبانو بریدونه هم روان وو.

په وروستیو اونیو کې د ننګرهار غوندې په کونړ کې هم د داعش پاڼه زیړه شوه، ټولې سیمې یې له لاسه ورکړې او د کونړ له ځایي چارواکو سره د داعشیانو پیوستون پیل شو. اسلم فاروقي هڅه وکړه چې طالبانو ته تسلیم شي خو طالبانو یې تسلیمي ونه منله. د نوموړي حتی خپل پلار او تره چې په اورکزو ایجنسې کې اوسي د طالبانو یوه محلي قومندان ته ورغلل تر څو ورسره د اسلم فاروقي د تسلیمۍ خبره شریکه کړي.

په وروستیو کې اسلم فاروقي د شیخ عطاء الله په واسطه د ننګرهار ولایت له یوه مشهور چارواکي فریدون مومند سره رابطه جوړه کړې وه او حکومت ته د تسلیمۍ خبرې یې ورسره شروع کړې وې. فریدون مومند چې اصلا د ګوشتې دی، د زر تنو شاوخوا ملیشې او اربکیان لري او دننګرهار په ختیځو او شمالي سیمو کې د واک او ځواک خاوند دی. د عطاء الله او فریدون مومند په توسط د اسلم فاروقي او د ننګرهار د ملي امنیت دچارواکو تر منځ په تسلیمۍ توافق وشو. چې په نتیجه کې یې اسلم فاروقي له خپلو ملګرو سره له کونړ څخه د شګۍ په لاره د خیوې ولسوالۍ کاشکوټ ته لاړ او د ملي امنیت له چارواکو سره یو ځای شو.

په دې ډول د ننګرهار په شان د کونړ داعشي مشرانو ته ملي امنیت پناه ورکړه او د طالبانو له کلابندۍ یې وژغورل. اسلم فاروقي تیره یوه اونۍ دننګرهار د ملي امنیت میلمه و، خو نن یې د رسنیو مخ ته رایوست او د کابل په درمسال د وروستي برید د عامل په عنوان یې معرفي کړ. عام باور دا دی چې رسنیو ته د اسلم فاروقي نمایش هسې یوه تبلیغاتي مانوره وه. له دې  خبري نمایش وروسته نوموړی بیرته خپل میلمستون ته بیول شوی او د ګڼو نورو داعشیانو په شان د استخباراتي چارواکو لخوا ساتل کیږي او پالل کیږي.

مطلب دا چې اسلم فاروقي د ملي امنیت لخوا نیول شوی نه بلکې پناه ورکړل شوې او د یوه قدرمن میلمه په حیث ساتل کیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

It looks like this man has been protected from Taliban. When he has 19 armed people around him, there is no way that he would surrender to the government
It is quite clear that this was a pre-planned approach to protect the Khorasanies and move them away from the hands of Taliban.
You may remember the same thing happened in Shinwar Nangarhar where 100s of Khorasanies were protected and relocated

مجاهد

ننګرهاری صاحب ! زه ستاسی د دی خبری سره چه فاروقی ته پناه ورکړی شوی هم توافق نه لرم ، پناه هغه چاته ورکړی کیږی پناه هله مطرح کیږی چه طالبان د کابل دغلامی اداری د پاره یوه یاغی ډله او داعشیان بله یاغی ډله ، مګر طالبان او داعشیان خپلو کی هم دشمنان وو طالبانو لاندی ایستل نزدی وو چه ویی نیسی ، فاروقی غوشتل چه طالبان ته تسلیم شی خو طالبانو یی تسلیمی ونه منله جبرا د مهمند سره چه د خیوی د اربکیانو قوماندان وو ، سره یی اړیکی ونیولی او هغه ورله زمینه سازی وکړه چه د غلامی اداری ته یی تسلیم کړی او غلامه اداره ورته پناه ورکړه .
داعشیان او اربکیان د یوی سکی دوه مخونه دی دغه مهمند چه په هغه سیمه کی دومره پیاوړتیا لری فاروقی سره یی د طالبانو په ضد لاس اړونه ولی نه کوله او طالبان په مهمند ولی عملیات نه ترسره کوی چه تر زرو زیات اربکیان لری او فاروقی سره لاس اړونه نه شی کولای او مهمند ولی د طالبانو په ضد لاس د زنی لاندی ناست وو . په هر صوررت دا هغه پوښتنی دی چه تاسی به یی هم ځواب نه لری. یعنی دا نیمګړی یا ناسمه معلومات د ی
فاروغی د مهمند په شان د کابل د بادارانو او غلامانو مامور دی یعنی د کابل د پادارانو او غلامانو له خوا استخدام شوی، تمویل ، تجهیز او د طالبانو ضد قومانده ورکول کیږی توپیر یی د مهمند یا نورو اربکانو سره دا دی چه اربکیان ښکاره او داعشیان پټی ملیشی دی په هر صورت دواړه ملیشی دی ملیشی غلامی اداری ته پناه نه راوړی بلکه داعشیان د غلامی اداری ملیشی دی طالبانو په هماغه کچه چه د کابل غلامی اداره او باداران مات کړی بلیک واتر ( داعشیان یی هم مات او له هیواده په شړلو مجبور کړل

غمی.پښتین

جوړ تازه،
مجاهد ته،
زه د ستا تبصره موفق نی یم،
داعش،طالیب.القاعده،اربکی،امریکایی.پنجابی،او کرونا ټول د سکی څو مخه دی.ټول قاتلان ټول د افغان ولس په ضد دی.د دوی په منځ کی هیڅ فرق نشته،
د ټولو څخه افغان ولس کرکه کوی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close