روغتیا

برتانيا کې پنځه کلن ماشوم له کرونا وبا څخه مړ شوی

تر دې مهاله دغه ماشوم تر ټولو کوچنی شو چې له يادې ناروغۍ څخه مړ کيږي.

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۹ل): په برتانيا کې يو ۵ کلن ماشوم له هغه ۷۰۸ کسانو څخه و چې تېره ورځ په دغه هېواد کې د کرونا وبا له کبله مړ شوي دي.

دغه پنځه کلن ماشوم په نړۍ کې تر ټولو کوچنی دی چې له کرونا وايرس څخه خپل ژوند بايلي. برتانيا کې تېره ورځ تر ټولو خونړۍ وه چې په تېرو څلورويشت ساعتونو کې ددغه هېواد په کچه تر ټولو زيات کسان مړه شوي دي.

د ۷۰۸ کسانو د مړينې سره په دغه هېواد کې د مړ شويو کسانو شمېر ۴۳۱۳ ته ورسېد، همدغه راز د اخته کسانو شمېر نږدې ۴۲زرو تنو ته پورته شوی دی.

د ټيليګراف ورځپاڼې د راپور سره سم، برتانيا د تېرو ورځو په پرتله د کرونا وايرس کمو پېښو شاهده ده چې د ۱۰زرو پېښو په پرتله په کې تېره ورځ ټولې ۹۴۰۴ پېښې ثبتې شوي دي.

د پنځه کلن ماشوم مړينې د برتانيا روغتيا وزارت انديښمن کړی، ځکه چې روغتيا پالان انګيري چې له کرونا وايرس څخه زياتره د ډير عمر کسان يا هغه چې اوږدمهالې ناروغۍ ولري مري.

برتانيا کې د کرونا وايرس وروستۍ شمېرې:

[cvct country-code=”UK”]
ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close