افغانستان

امریکا: د نړیوالو مرستو لپاره «همه شموله» حکومت اړین دی

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۹ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د نړیوالو مرستو لپاره یو همه شموله حکومت اړین دی او اوسنی حالت د نړیوالو ملاتړو لپاره د منلو وړ نه دی.

د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې «الیس ویلز» دغه څرګندونې پر خپل ټویټر لیکلې، نوموړې ویلي «د نړیوالو تمویلوونکو لپاره اوسنی حالت د منلو وړ نه دی، نړیوالې مرستې له یوه همه شموله حکومت سره کېدای شي، موږ ټول باید افغان رهبران د حکومتولۍ په یوه ځواب ویونکي چارجوب باندې توافق کولو ته راوبولو.»

الیس ویلز داسې مهال په افغانستان کې د یوه همه شموله حکومت غږ کوي، چې په کابل کې د اشرف غني او عبدالله سیاسي اختلافات لا هم روان دي او تر دې دمه د دواړو تر منځ د منځګړو د جوړجاړي هڅو کومه ښکاره پایله نه ده ورکړې.

د عبدالله عبدالله ټیم دوې ورځې وړاندې د شرف غني له لوري د سولې پروسې د زعامت او مدیریت او په کابینه کې د ځای پیدا کولو وړاندیز رد کړ او ټینګار یې وکړ، چې تر کومه د ټاکنو پایلې لغوه شوې نه وي، بحثونه پایله نه ورکوي.

په داسې یو حالت کې چې اشرف غني د کابینې د تشکیل په موخه نوې ګمارنې روانې ساتلې، عبدالله عبدالله لا هم ځان ولسمشر بولي او داسې ګنګوسې هم شته، چې ښایي په لنډ وخت کې د خپلې کابینې په جوړولو پيل وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x