روغتیانادري ناولده

هند کې جوړه زیږیدلي ماشومان په کرونا او کووید نومول شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۹ل): د هند په چتیش ګړ ایالت کې د مارچ په ۲۷مه نېټه دوه زیږیدلي جوړه ماشومان (انجلۍ او هلک) په کرونا او کووید نومول شوي دي.

د هند (NDTV) خبري اژانس د راپور سره سم دغه جوړه ماشومان په داسې حال کې زیږیدلي چې په هند کې د کرونا وبا له کبله بشپړ ګرځبندیز لګېدلی دی.

د ماشومانو ۲۷ کلنه مور وایي، «د جوړه ماشومانو له زیږیدلو وروسته په روغتون کې نرسانو دوی په کرونا او کووید نومونو یادول چې له هغې وروسته مونږ هم پر یادو نومونو د نومولو پریکړه وکړه».

دغه جوړه ماشومان د رایپور ایالت په ډاکټر بیم راو امبیډکر مرکزي روغتون کې زیږیدلي دي.

د کرونا وبا په هند کې تر دې دمه ۹۹ کسان وژلي او ۳۵۸۸ پرې اخته شوي دي، هند د وبا خپریدو مخنیوي په خاطر په ټول هېواد کې پر ۱.۳۸۷ ملیارده خلکو ګرځبندیز عملي کړی دی.

هند کې د کرونا وبا وروستۍ شمیرې:

[cvct country-code=”IN”]

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x