افغانستان

روزګان او زابل کې ګډو ځواکونو ۱۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۹ل): په رزوګان او زابل ولايتونو کې د ګډو ځواکونو له لوري د ملکي وګړو په کورونو هوايي بريد کې ۱۵ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپورونه وايي چې تېره شپه د روزګان ولايت په خاص رزوګان ولسوالۍ ګرم اب په قحطزو سيمه کې د حاجي عبدالکبير اکا په نامه د يو ملکي وګړي په کور هوايي بريد شوی دی چې په نتيجه کې يې پنځه ميرمنې او دوه ماشومان وژل شوي او د حاجي عبدالکبير اکا په ګډون ددې کورنۍ اته غړي ټپیان شوي دي.

په دې هوايي برید کې د کور ټوله ودانۍ او ۱۵ څاروي هم له منځه وړل شوي دي.

همدا راز تيره ورځ د زابل ولايت ارغنداب ولسوالۍ د فقيرزو په مرخنجک کلي کې هم په یوې هغې جنازې هوايي بريد شوی دی چې هديرې ته د تدفين لپاره وړل کېدله او په دې هوايي بريد کې هم ۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ګڼ شمير نور ټپيان شوي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د شوي توافقنامې له مخې امريکا نشي کولی چې په افغانستان کې هوايي بريدونه وکړي، خو له هغه تړون راورسته دا څويم ځل دی چې امريکايي الوتکې د ملکي وګړو په کورونو هوايي بريدونه کوي.

په رزوګان او زابل ولایتونو کې د وروستيو بريدونو په غبرګون کې د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي ويلي دي چې دا ډول جنايات د توافقنامې ښکاره نقض دی او په وينا يې چې د بدو عواقبو مسؤليت به يې هم د سرغړونکو په غاړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x