
سیاسي مشرانو له غني غوښتي، چې نوې ګمارنې ودروي
نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۹ل): پخوانی ولسمشر «حامدکرزي»، د حراست او ثبات شورا مشر «عبد رب رسول سیاف»، یونس قانوني او کریم خلیلي په یوه ګډه اعلامیه کې له اشرف غني غوښتي، چې نوې ګمارنې دې ودروي.
د کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې د هیواد روانو حالاتو ته په کتو تفاهم ته د رسېدلو هڅې په ښه ډول روانې دي، خو زیاته شوې « په دې موخه چې تفاهم یوې پایلې ته ورسېږي، له اشرف غني غواړو، چې د یو څه وخت لپاره له ګمارنو لاس واخلي او له عبدالله عبدالله مو هیله داده، څو تفاهم ته د رسېدو لپاره په نظر کې نیول شوی وخت تمدید کړي.»
خبرپاڼه کې وړاندې د مذاکراتو په ژر پيل ټینګار شوی او ویل شوي « هیله لرو، چې مذاکرات ژر تر ژره پیل او یوې پایلې ته ورسېږي، تر څو په ګران هیواد کې سوله او ارامي راشي.»
سیاسي مشران داسې مهال پر غني باندې د ګمارنو درولو غږ کوي، چې نوموړي د کابیني د تشکیل په موخه ټاکنې روانې ساتلې او تر دې دمه یې د بهرنیو چارو، اطلاعاتو اوکلتور او مالیې وزارتونو لپاره وزیران، د ملي امنیت لپاره رییس او د ځینو ولایتونو لپاره والیان ټاکلي.
غني ددې تر څنګ عبدالله ته د سولې د عالي شورا زعامت او ملګرو ته یې په کابینه کې ځای وړاندیز کړی، خو د عبدالله عبدالله ډلې غني غیر مشروع بللی او ټینګار یې کړی، چې تر کومه د ټاکنو پایلې لغوه شوې نه وي، بحثونه پایلې ته رسېدای نشي.
بل لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي، نړیوالې مرستې له یوه ټولشموله حکومت سره کېدای شي او که افغان مشران د یوه ځواب ویونکي حکومت په چوکاټ توافق ته ونه رسېږي، نړیوال به مرستو ته زړه ښه نه کړي.
It can't be business as usual for international donors in #Afghanistan. International aid requires partnership with an inclusive government and we all must hold Afghan leaders accountable to agree on a governing arrangement. AGW
— State_SCA (@State_SCA) April 5, 2020