افغانستان

سیکانو د هند له حکومت غوښتي، چې ژر تر ژره دې دوی له افغانستانه وباسي

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۹ل):په افغانستان کې مېشتو سیکانو د هندوستان د کورنیو چارو وزارت او په کابل کې ددې هیواد سفارت ته دوه لیکونه لېږلي او له همدې لارې یې د هند له حکومته غوښتي، څو ژر تر ژره دوی له افغانستانه وباسي.

انډين ایکسپریس ورځپاڼه چې د همدې لیکونو کاپي لاسته ورغلې، په خپل راپور کې د لیک په بنسټ وايي، چې افغانستان کې مېشتو سیکانو په دې هیواد کې خپل ژوند په خطر کې بللی او د هندوستان له حکومت یې غوښتي، څو دوی ژر تر ژره هند ته انتقال کړي.

په کابل کې د سیکانو د ټولنې یوه مشر رسنیو ته ویلي، چې دوی خوندي نه دي، ګواښل کېږي او د افغانستان د پرېښودلو ورته ویل کېږي.

دنوموړي په خبره، اوس مهال په ټول افغانستان کې ټولټال اتیا کورنۍ سیکان پاتې چې ټولټال له «۶۵۰-۷۰۰» پورې غړي لري او له ډلې یې هيڅ یو نه غواړي دلته ژوند وکړي، ځکه ددوی په خبره، له واړه تر غټ هیڅوک دلته خوندي نه دي.

دغه دوه لیکونه چې، یو یې په کابل کې د هند د سفارت او بل یې د هند د کورنیو چارو وزارت په نامه لېږل شوي، پکې لیکل شوي، چې دوی د هند له سفیر سره په اړیکه کې دي او هغوی ورته د اپریل د میاشتې تر لومړۍ نېټې د جواب ورکولو وعده ورکړې.

د لیک په بنسټ، دوی په نړۍ باندې د کورونا ویروس له اغېزو اګاه دي، خو په افغانستان کې شته ګواښونو ته په کتو دې ته هم تیار دي، هند کې د قرنطین ورځې تېرې کړي.

یاده دې وي، چې سیکان داسې مهال له افغانستانه د وتلو په لټه کې دي، چې دوې اوونۍ وړاندې په کابل کې ددوی پر درمسال باندې د یوې خونړۍ حملې په ترڅ کې ۲۵ تنه ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x