افغانستان

عبدالله عبدالله د سیاسي مشرانو په غوښتنه د مذاکراتو موده وغځوله

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۹ل):پخوانی اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله» چې ځان اوس د همه شموله حکومت ولسمشر بولي، د سیاسي مشرانو غوښتنه منلې او تفاهم ته د رسېدو په موخه یې د مذاکرتو وخت تمدید کړی.

د عبدالله د دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دی د سیاسي مشرانو له اعلامیې هرکلی کوي او تیار دی د تفاهم په موخه د کېدونکو مذاکراتو وخت وغځوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان ملي ګټو او روان داخلي او بیروني بحران ته په کتو او د خلګو له «پاکو» رایو څخه د ساتنې په موخه  د خبرو له لارې له ټاکنو د رازیږېدلي بحران حل ته تیار دی او په خبره یې، تر خپله وسه یې هڅه کړې روان بحران د مذاکراتو له لارې حل کړي.

د عبدالله له قوله، د شته بحران حل د دواړو لورو په نیت او اراده پورې اړه لري او په دې برخه  کې یو اړخیزې او بېړنۍ پرېکړې وضعیت نور هم پېچلی کوي.

یاده دې وي، چې نن کرزي، سیاف، قانوني او کریم خلیلي د یوې ګډې اعلامیې له لارې له اشرف غني وغوښتل، څو نوې ګمارنې ودروي او له عبدالله یې هیله وکړه، څو تفاهم ته د رسېدو په موخه د مذاکراتو وخت تمدید کړي.

د واک پر سر د غني او عبدالله سیاسي جنجالونه داسې مهال دوام لري، چې امریکا وایي، نړیوال به یوازې له هغه حکومت سره مرستې وکړي، چې ټولشمول او ځواب ویونکی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x