روغتیا

ترکيې هېواد د کرونا ضد درمل چمتو کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۹ل): د ترکيې هېواد د درملو جوړونې یوې سترې فابرېکې خبر ورکړی چې د کرونا ضد مثبت او ګټور درمل یې چمتو کړي دي.

د ټي آرټي خبري اژانس د راپور له مخې، د درملو د کارخانې اړوند شخص عبدي ابراهيم په خپل ټويټر پاڼه ليکلي: د ډېرو څېړنو وروسته مو داسې درمل چمتو کړي چې د کرونا ضد ناروغۍ کې به مثبتې ګټې ولري، د نوموړي په وینا «ددې لومړۍ برخه مو د عامې روغتیا وزارت ته وړاندې کړې ده».

عبدي ابراهیم زیاتوي، مونږ به پوره کال دغه درمل چمتو او په ټوله ترکيه کې به یې اړمنو کسانو ته ورسوو».

کرونا وایرس چې درې میاشتې وړاندې د چین په ووهان ښار کې رابرسیره او ټولې نړۍ ته خپور شو، تر دې دمه نه کوم ځانګړي درمل او نه هم واکسین لري.

وړمه ورځ د استرالیا روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د کرونا ضد واکسینو جوړولو ادعا کړې وه، خو ویلي یې وو، ددې ازموینې او تجربې او پر انسانانو عملي کول به یې نږدې دوه کاله وخت ونیسي.

د يادونې وړ ده چې تر دې دمه ترکيه د کرونا له ۲۳زرو زیات ناروغان لري، چې له مخې یې له ۵سوو زیات مړه او ۴۸۴ کسان وروسته له تداوۍ بیرته روغ شوي.

هېره دې نه وي چې په ټوله نړۍ کې اوسمهال له ۶۴ زرو زیات کسان له یادې وژونکې ناروغۍ څخه مړه شوي دي، دغه راز د اخته کسانو شمېر یې له ۱۱۲۰زرو څخه اوښتی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x