افغانستان

بدخشان: ګډو ځواکونو ۸ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۹ل): د بدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د ملکي وګړو په کورونو هوايي بريدونه کړي دي چې په نتيجه کې يې ۸ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

راپورونه وايي چې ددې ولايت جرم ولسوالۍ په اب راغک او شفچان سيمو کې امريکايي او داخلي عسکرو د ملکي وګړو په پنځو کورونو بمبار کړی دی چې په نتيجه کې یې ۲ ښځې او ۲ ماشومان وژلي او ۴ تنه نور يې ټپيان کړي دي.

دا په داسې حال ده چې تيره ورځ په روزګان او زابل ولايتونو کې هم د ګډو ځواکونو په هوايي بريدونو کې پنځلس تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

که څه هم د طالبانو او امريکا ترمنځ د شوي توافقنامې له مخې امريکا نشي کولی چې په افغانستان کې هوايي بريدونه وکړي، خو له هغه تړون راورسته دا څويم ځل دی چې امريکايي الوتکې د ملکي وګړو په کورونو هوايي بريدونه کوي.

تيره ورځ په روزګان او زابل ولایتونو کې د وروستيو بريدونو په غبرګون کې د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي ويلي دي چې دا ډول جنايات د توافقنامې ښکاره نقض دی او په وينا يې چې د بدو عواقبو مسؤليت به يې هم د سرغړونکو په غاړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
علی محمد

آیا حزب اسلامی هم طالبانو ته په همدی نظر گوری لکه چی جمیل لیکل کری او اسلامی اصول دا اجازه ورکوی چی یوه لویه دله مسلمانانو ته کافر ووایی؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx