دیني، سیرت او تاریخ

د لوږې او فقر څخه د مخنیوي لپاره قرآني نسخه!

عبدالحمید راشد

الحمدالله وکفی والصلواة والسلام علی رسول الله اما بعد فأعوذ بالله من الشیطن الرجیم بسم الله الرحمن الرحیم

(إإِذَا وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُ*لَيْسَ لِوَقْعَتِهَا كَاذِبَةٌ) [الواقعة:1-2 ایت]

فقد روى ابن مسعود رضي الله عنه عن النبي صلَّى الله عليه وسلَّم أنَّه قال: (مَن قرأَ سورةَ الواقِعَةِ في كلِّ ليلةٍ؛ لم تُصِبهُ فاقةٌ أبدا.

د ځمکې پر سر ژوند دومره اسان نه دی، د ژوند د مستوی د پورته کېدو په تناسب فشارونه زیات شوي، خو د ژوند اسباب کم شوي،  په اکثره هېودانو کې  د بیکارۍ ګراف لوړ شوی،  نو له دغه ټولو مشکلاتو د حل لپاره یواځینۍ حل لاره رب ته توجه ده او د اسبابو په کار اچونه ده، ځکه ډېر کله یو انسان ټول وسائل او اسباب په کار واچوي،  خو چې بیا هم ورسره د رب مرسته نه وي نو ناکام وي او بغېر له اسبابو توکل هم د اعتبار وړ نه دی.

نو د دې لپاره چې دواړه جوانب مو برابر شي، د وسائلو له کارولو سره سره، باید زموږ ټوله توجه  متعال رب ته وشي،  ترڅو رب رحم وکړي او یو ګوله روزي راته ورسوي، ځکه چې د رزق وعده متعال رب کړې.

له ډېرو لوستونکو سره شاید دا سوال پېدا شي:  چې کفار او عاصیان بنده ګان خو حتی رب هم نه مني؛ او نه فرضي عبادات ترسره کوي، نو څنګه د دنیوي اسبابو په لحاظ د متقیانو مسلمانانو څخه د ژوند په لحاظ ښه دي؟

ځواب دا دی:

– چې الله متعال دوی ته د دوی په سرکشۍ کې مهلت ورکوي، لکه متعال رب وایي ویمدهم فې طغیانهم یعمهون.

-دوهم په دنیا کې د رحمت عام  او په اخرت کې د رب رحمت خاص وي، چې د رحمن معنا دا مفهوم لا واضحه کوي.

نو کله چې دې نتیجې ته ورسید نو پکار ده، چې مؤمنان ټول توکل په متعال رب وکړي  او وسائل باندې پوره بروسه ونه ساتي.

موږ ته هره برخه کې او د هر مشکل د حل په موخه شریعت لارې راښودلې دي او موږ ته یې واضح پیغام راکړی، دا چې د لوږې او فقر د مخنیوي په خاطر موږ ته شریعت د حلال رزق لارې چارې ښودلې او کلک هوډ او عزم د خپلولو ښودنه یې راته کړې، له دې سره سره یې راته په الله پاک باندې د اعتماد او بروسې امر کړی،  چې په ټولو مشکلاتو او مصیبتونو کې به متعال رب ته پناه وروړو او بس.

له دغه پورته امورو، ور اخوا  قرآن کریم موږ ته ځینې نسخې هم راښودلې  چې پورته کارونه پرې موږ ته اسانیږي.

یو مهمه نسخه چې د لوږې او فقر د مخنیوي لپاره موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم راښودلې،  هغه د شپې لخوا  د سورة الواقعې تلاوت کول دي، دې سورت کې زیات فوائد نغښتي، لکه خیر په رزق کې برکات په ښي لاس عمل نامه او نور…. همدا راز، د دې سورت نور ځانګړي فوائد هم شته لکه د رزق زیاتوالی او زیادت.

د دې لپاره چې د سورت الواقعې لوستل څنګه د لوږی او فقر د ختمولو او د رزق د زیادت سبب کیږي؟

نیغ په نیغه څو احادیث د سلفو اقوال او د سورت الواقعې مفهومي تفسیر رانقلوو.

صحیح مسلم په دې اړه د عبدالله ابن مسعود روایت رانقلوي.

چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: څوک چې هره شپه  سورت الواقعة ولولي، نو لوږه او فقر به ورته ونه رسیږي.

همدا ډول په یو بل حدیث کې راځي:  د سورت الواقعې هره شپه تلاوت کول د فقر مخنیوی او د رزق د زیاتوالي سبب کیږي.

اګر که ځینو علماوو د حدیث په سند خبره کړی،  خو لکن په فضائلو کې د ضعیفه احادیثو راوړل کوم حرج نه لري.

په صور من حیاة الصحابة کې د ابن مسعود رضی الله عنه په کېسه کې رافت الباشا لیکي:

کله چې ابن مسعود رضی الله عنه وفات کېدلو نو عثمان رض ورته راغی، ورته یې وویل: کومه عطیه چې تا له بیت المال څخه دوه کاله مخکې په ځان بنده کړې وه،  هغه به بیا درته حواله کړم، نو ابن مسعود رض ورته وویل: نه کومه اړتیا ورته نلرم.

بیا ورته عثمان رض وویل: ته خو به ورته اړتیا نه لری؛ لکن ستا له مرګ څخه وروسته به ستا د لورګانو لپاره نفقه شي، ابن مسعود رض  ورته وویل نه زما د لورګانو لپاره سورة الواقعة کافي ده.

ابن مسعود رض ورته هماغه حدیث ووایه، چې  له رسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه یې اوریدلی و،  چې څوک د شپې لخوا سورة الواقعة لولي نو هغوی ته به  لوږه ونه رسیږي، خو د عثمان رض پیشنهاد یې ونه منلو.

الله تعالی د سورت الواقعې لوستونکی له قهر غضب،  د مال له کموالي، او تنګ لاسۍ څخه ساتي.

صحابه رضی الله عنهم تل د قرآن په تلاوت حریص وه  او په فضیلیت یې پوره باور وه.

همدا رنګه عثمان رضی الله عنه به تل د سورت الواقعې په تلاوت او نورو ته په ښودلو ټینګار کاوه.

عثمان رض به د دې سورت په فوائدو په مختلفو مجالسو کې خبره کوله، له دې څخه یې  یو هم  په رزق کې زیاتوالی یاداوه.

دا چې سورة الواقعة ولې په دغومره ثواب او اجر مشتمل دی،  د دې څه وجوهات دي،  د دې لپاره په لنډه توګه د سورة الواقعي مختصر مفهومي تفسیر ته اشاره کوو:

دا سورت د قیامت په احوالو او هغه سختو ویرونکو حالاتو مشتمل دي، چې په دې ورځ کې به رامنځته کیږي.

همدا ډول په دې سورت کې د قیامت د ورځې هغه درې ډلې ذکر کیږي:

– هغه کسان چې په ښي لاس ورته عمل نامه ورکول کیږي.

-هغه کسان چې په چپ لاس به ورته عمل نامه ورکول کیږي.

– او دریم السابقون بنده ګان.

همدا رنګه دې سورت کې د قیامت په ورځ د ټولو ډلو ځایونه او هغو ته د وربرابر شوو نعمتونو او ځایونو بیان کوي.

همدا رنګه په دې سورت کې د الله متعال د وحدانیت، وجود،   قدرت، په خلقت او مخلوقاتو کې بیانوي.

په دې سورت کې د اوبو راوتولو، باران کېدلو، د نباتاتو په شنه کېدلو او د هغه قوت چې الله تعالی په اور کې ایښی بیان کوي.

نو پورته مفهومي او اجمالي تفسیر ته په کتلو د دې درک کوو، چې د سورة الواقعې فضایل زیات او اجرونه یې د تلاوت زیات دي، ځکه ټول هغه امور پکې ذکر دي، چې په هغې سره رزق زیاتیږي.

نو عزتمند لوستونکیه! د بنده له در څخه دې خپله طمعه پرې کړه،  په متعال رب توکل وکړه،  اسباب په کار واچوه، په سورت الواقعې هماغه باور ولره کوم باور چې پرې زموږ سلفو درلود، کورنۍ او بچیان دې د قرآن په لوستلو روږدي او عادت کړه،  خپله او خپلو کشرانو ته دې د سورت الواقعې د تلاوت کولو توصیه وکړه.

ستا رب هغه ذات دی چې ستا د رزق وعده یې په قرآن کې کړې،  که له رب څخه دې د وعدې غوښتنه کوې نو لطفا‌ً خپل رب ته د رب وعده د قرآن په تلاوت سره وریاده کړه؛ تل د رب تلاوت کوه او له هغه څخه د هر څه غوښتنه کوه او ګرانه لوستونکیه! په اخر کې درڅخه غوښتنه کوم چې ما هم په دعاوو  کې هېر نه کړی.

جزاکم الله خیرا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x