ادبي لیکني

د کرونا د شپو لنډه کیسه

خالق رشید
نوی ډيلی هندوستان

ډیرو وړوکی وم چې په خپل شلیدلي رنګ وبنګ کلي کې به مې د مننې ترور، سندرې اوریدې، نه یوازې به مې اوریدې، ان چې یادولې مې هم، ځکه چې دا زموږ په ټول کلي کې په سندرو ویلو دومره مشهوره شوې وه، چې هرچا به یې د سندرو د غږ د زیروبم ستاینه او درناوی کاوه …

ددې په سندرو کې زموږ د مرګ او ژوند دواړو پیغامونو موږ ته ځانونه را رسول…

په هغو وختو کې رادیو نه وه، زموږ کلی هم له ښاره لرې د غرونو په منځ کې پروت ورک و، په کال یوه دوو کې به چې کوم کلیوال غزني ته روان و، ټول کلي به ورباندې خبرو  او ټولو به د تګ په وخت ان په شنه سهار کې ځانونه د عزني د مساپر خدای پامانۍ ته رارسول او یوه بل ته به یې ویل:

ـ … روان دی، باید سهار له لمانځه سره سم یې خدای پامانۍ ته ورشم…

ـ هو، ما هم درسره جګ کړه چې بیا ګیله ماڼه ونه کړي…

خو موږ چې ماشومان وو، د غزني د تګ په مانا نه پوهیدو، یوازې دومره پته راته وه چې څوک غزني ته لاړ شي، نو له هغې خوا له ځان سره خامخا پتاسې راوړي…

کله کله به چې زموږ کلي ته په راغلو لارو باندې د غزني مساپر راتلل، موږ به د لارې پر سر ورته دریدو، دوې تیږي به مو څنګ په څنګ کیښودې دریمه به مو پرسر ورکیښوده، کله به چې لاروی زمونږ څنګ ته راورسید نو زموږ له منځه به یوه باتور غږ پرې وکړ:

ـ ماما یا کاکا، له نغرې به مې خالي نه تیریږې…

موږ به هم د هغه غږ بدرګه کړ:

ـ هو، له نغري به مو خالي نه تیریږې…

د غزني پتاسو ته موږ یوازې همدا چل جوړ کړی و، ځکه چې موږ خو چا غزني ته نه بیولو او نه پوهیدو چې غزني به هم ګواکې زموږ تر کلي لوی کلی نه وي…

یو کال په اوړي کې سخته ګرمي راغله، له دغې سختې ګرمۍ سره درنه وبا هم را ګډه شوه، چې موږ به له کورونو د باندې لوبو ته هم مشرانو نه پریښودو، هره ورځ به چې ماښام مشران کور ته راتلل، نو د یوه ، دوو، لسو، شلو تنو د مرګ خبر به یې له ځانه سره راووړ:

ـ نن مو لس تنه، له دریو کلیو په هدیره کې خاورته وسپارل…

بل به ویل :

ـ هو، دا ځکه چې آخره زمانه شوه ، نیتونه خراب شول، نفسونه لوی شول، رحم او عاطفې له دنیا کډه کړې ځکه مو دغه حال دی!

بل به پوښتنه وکړه:

ـ خلک وايي چې دا کولرا ده، دا څه شي ته وایې؟

ـ کولرا مانا وبا، وبا مانا چې ټول له منځه وړي، هیڅوک له هغې خوندي نه پاتې کیږي…

ـ ولې نه وایې چې د خدای قهر..

ـ بس د خدای قهر یې دربوله، دا هم د قیامت یوه نښه ده…

په کلي کې همدا کیسه په خپلې ټولې ګرمۍ سره روانه وه، مرګ، وبا، کولرا… د مشرانو دا خبرې به لاپای ته نه وې رسیدلې چې موږ ته به خوب راغلی و او همداسې به د شپې غیږې ته خوبولي ور لویدلي وو…

خو سهار به چې راویښ شو بیا به مو د بیګاه هغه ټولې هیرې وې، د کلي منځ ته به ور ووتو او خپلې لوبې به مو بیا له سره پیل کړې…

چې ستړې به شو بیا به د مننې ترور څنګ ته ورغلو او د هغې سندرو ته به غوږ شو…

د کولرا په شپو ورځو کې د هغې د سندرو ترنم سره اوښتي وو، هر سروکي ته به یې د غمجنو لنډیو تکیه ورکوله، آهنګ یې هم له مستۍ لویدلی و، جالبه خو دا وه چې د لومړي ځل له پاره مې له دې څخه یوه نوې سندره په هم هغو درنو شپو کې واوریده چې دې به په هغو درنو شپوکې په درز سره داسې ویله:

زموږ په کلي کې مرض دی مړه به شونه
یاره کشمیر ته ځونه … یاره کشمیرته ځونه

زموږ د ملک بابا په خبره کولرا، زموږ د کلي بیخ هم ویوست، ډیر ځوانان، زاړه، نارینه او ښځې مو له لاسه ورکړې، سخت پریشانه وو، خو موږ نه پوهیدو، چې مرګ د چا یار نه دی، چې وار یې شو، په کار یې شو، خو موږ ماشومانو په دغه اړه هیڅ فکر نه کاوه، ترور اوس موږ ته د غزني پر ځان د کشمیر نوم را ډالۍ کړ، فکر مو کاوه چې هلته به تر غزني هم ښه شیان وي، ښې پتاسې به وي او ښې حلواوې او غوړې ښورواوې به وي…

ځکه خو تر ترور موږ دا سندره په خوند او رنګ سره چې ټوله ورځ نه ورباندې مړیدو ویله او ویله:

زموږ په کلي کې مرض دي مړه به شونه
یاره کشمیر ته ځونه یاره کشمیرته ځونه

په هغه کال ، ټول کال زموږ د ژبو پرسر همدغه سندره وه خو مننه ترور هم کولرا ووهله، هغې چې د کشمیر په نیت اوږده موده سندرې وویلې، کشمیر ته ونه رسیده، خو موږ به لاهم فکرکاوه چې که کولرا په رښتیاهم سخته شي، نو بیا به کشمیرته ځو..

کشمیر ته هغه نامالوم وطن ته چې نه پوهیدو چیرې دی؟

چیرې ؟ …

هلته لکه چې کولرا شوم قدم نه دی رسیدلی … ؟؟؟

پرون مازیګر چې رادیوګانو او اخبارونو په نړۍ کې د کرونا د مړو شمیر یاداوه، ما ته نژدې شپیته کاله پخوانۍ کیسه مخې ته ودریده…

رایاده شوه چې په هغه کال هم ټول غزني، کولرا د مرګي کومي ته ورټیت کړ، خو موږ ماشومان وو، فکر مو کاوه چې کولرا خپل خلک پیژني، له موږ سره کارنه لري …

خو پرون پوه شوم چې کرونا اوس هم له ماشومانو سره کارنه لري …

خو دریغه چې زه اوس ماشوم نه وم …

زه اوس ترشپیتو اوښتي وم …

ځان مې آرام ونیو، په سوچ کې شوم، خو ځان ته مې قناعت ورنه کړشو، ثناالله خان لالا ته مې زنګ وواهه هغه هم ځواب رانه کړ چې دغه کیسه ورته وکړم، خو بیرته مې پام شو چې کرونا نړۍ په سراخیستې …

داسې ښکاري چې چا ته به د کشمیر امید هم زر پر نږدي…

ځای پرځای کیناستم، بالښت ته مې ډډه ولګوله او د خپلې ترور سندره له ځان سره په ناهیلۍ او ناچارۍ سره په زوره زوره په خپل کاواکه غږ کې له ژړا سره مل زمزمه کړه:

زموږ په کلي کې مرض دی مړه به شونه
یاره کشمیر ته ځونه  یاره کشمیرته ځونه

نوي ډیلی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x