افغانستانروغتیا

هرات: د کرونا د ناروغانو لپاره یو سل بستره روغتون پرانیستل شو

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۹ل): په هرات کې هغه روغتون بشپړ شوی چې د کرونا ناروغانو لپاره شل ورځې تر مخه کار باندي پیل شوی وو.

په دې اړه د هرات تازه بدل شوي والي عبدالقیوم رحیمي خپل پر ټویټر لیکلي چې دغه روغتون د شل ورځو په مدت کې له سره جوړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د نوموړي په وینا روغتون د ۲۰۶۴ متر مربع ځمکې باندي د ملي پراختیايي شرکت له لوري جوړ شوی دی.

د یادونې وړ ده پرون د شنبې په ورځ (۱۶ وری) هم په هرات ښار کې یو پخوانی هوټل په ۳۰۰ بستریز روغتون بدل شو او مالک یې بصیر احمد غوریاني وویل چې ډیر ژر به هوټل په طبي وسایلو مجهز او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

باید وویل شي، نن د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په افغانستان کې ۳۸ نوي پيښې ثبت شوي دي چې لس یې په کابل، لس په هرات او ۸ یې په کندهار کي دي او پاتې نوري يې په پکتيا ۳، بلخ ۲، سمنګان ۲، کاپيسا، تخار او زابل کې يوه يوه پيښه ثبت شوې ده. په دې سره د ټولو مثبتو پيښو شمیر ۳۳۷ ته پورته شو.

تېره ورځ په بلخ ولایت کې د کرونا معایناتو لپاره یو مرکز جوړ شو چې د چارواکو په وینا اوس وخت کې د ۳۰ نمونو معاینه کولو ظرفیت لري او تر یوې اونۍ به دغه ظرفیت ۱۰۰ ته پورته شي. د بلخ پرته په کابل، هرات او ننګرهار کې تر اوسه د معایناتو مرکزونه جوړ شوي دي.

بلخوا په کابل کې امنیتي چارواکو ګواښ کړی چې د کرونا د مخنیوي لپاره دي ښاریان د ګرځبندیز قوانین مراعت کړي کنه جرمانه به شي.

د کابل امنیه قومندانۍ مرستیال محمد دواود میرزايي رسنیو ته ویلي چې قرنطین د هیوادوالو له لوري نه مراعتیږي، له دې وروسته به امنیتي ځواکونه هم د قرنطین د عملي کولو لپاره جدي برخورد کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close