افغانستان

امریکايي ځواکونو د طالبانو څرګندونې «بې بنسټه» وبللې

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ډګروال (سوني لیګټ) ویلي چې له طالبانو سره د شوې توافقنامې ملاتړ کوي او په دې اړه یې هره بله ادعا بې بنسټه بللې.

نوموړی دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغه کوي چې طالبانو په یوې اعلامیه کې څرګنده کړه چې امریکايي لوري له شوي توافقنامې څخه پرلپسې سرغړونې کړي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې امریکایانو او د هغوی افغان ملاتړو هغه عادي طالب نظامیان په هوايي بریدونو کې په نښه کړي چې په خپلو سیمو کې یې پیره کوله او یا په لاره د تګ په حال کې وو. طالبان زیاتوي چې د جګړې له ساحې بهر نظامي مراکز یې هم تر بریدونو لاندې راغلي. همدارنګه یې په ملکي استوګنځایونو د بمبار او ډرون بریدونو خبر هم ورکړی.

طالبانو د امریکایانو لخوا د سرغړونو موارد په شپږو نقاطو کې مشخص کړي وو، خو د امریکايي ځواکونو ویاند پرته له دې چې د یادو مشخصو مواردو په اړه سپیناوی وکړي، په خپلې ټویټر پاڼه همدومره لیکلي چې له توافقنامې د سرغړونې ادعا بې بنسټه ده او « که زمونږ په افغان امنیتي شریکانو برید وشي، د توافقنامې مطابق یې مونږ دفاع کوو».

طالبانو ویلي وو چې د هرې سرغړونې جزئیات یې د ارتباطي کانال له لارې وخت په وخت له امریکایانو سره شریک کړي دي، خو خبرداری یې ورکړی وو چې که دا لړۍ دوام وکړي «نه تنها دا چې توافقنامې ته به زیان ورسوي؛ بلکې مجاهدین به هم متقابل غبرګون ته اړ کړي او د جنګ کچه به لوړه کړي».

که څه هم طالبانو د خپل متقابل غبرګون د څرنګوالي او د جنګ د کچې د لوړیدو په اړه وضاحت نه دی ورکړی، خو په اعلامیه کې یې راغلي چې ترڅو د افغانانو ترمینځ په اوربند توافق نه وي شوی، دوی کولی شي د کابل حکومت په ټولو نظامي مراکزو او په ښاري سیمو کې بریدونه وکړي، مګر بیا یې هم تراوسه لاس نیولی، نه یې په لویو ښارونو کې عملیات کړي او نه لوی پوځي مراکز په نښه کړي.

له امریکا سره د توافقنامې له لاسلیک وروسته دا لومړی ځل دی چې طالبان په رسمي توګه مقابل لوری په سرغړونو تورنوي.

د امریکايي پوځ له یاد ویاند پرته تر اوسه بل امریکايي چارواکي په دې اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم په مشخص ډول د طالبانو لخوا د په ګوته شوو پیښو په اړه غبرګون ښودلی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

ياره ماته خو د دې غړکي پوست څيري ښکاري !
او دا يې قباله په چا يې منې !

پتنګ

دانو څرنګه سوله ده ؟ دا خو دا مانا لري چې امریکایان په جنګ کې ددولت څنګ ته دریږي اوله خپلو ګوډا ګیانو سره مرسته کوي دا خو یوچل او مسخره ګی ده ! سوال دادی چې له څوارلسو میاشتو وروسته به امریکایان څه کوي که د طالبانو او دولت تر منځ تر هغه وخته موافقه ونشي ؟؟ ایا امریکایان به بیرته راځي او د خپل ګوډاګي عساکرو له څنګ سره به ګډ جنګیږي ! دوهم سوال دادی چې امریکیان به تر څه وخته د غني فوج او عساکروته معاشونه ورکوي !! زه پر دې عقیده یم چې طالبان وروڼه باید له وخته استفاده وکړي !!
غني فاسد او ماحول یې سوله نه غواړي او زبوتاژ کوي یې خوشې وخت تیروي هم اولس او هم امریکایان غولوي ! غني د سولې له مذاکراتو اولس ګوښه کړی او خپل څو فاسدین ددولت مخکېني غړي او پلویان یې داولس استازي ټاکلي او حال دادی چې اولس پر دې چل او عمل هیڅ خبر ندی. غني فاسد ددې حق نه لري چې اولس محرومه کړي او دخپل زړه کار داسې وشي چې سوله زبوتاژ کړي !!

فايز افغان

طالب عموما دوه اپشنه لري چې هر يو تر بل سخت دی.
يا به بيرته جګړې ته راګرځي او تړون به ماتوي او يا به همداسې خړې سترګې د‌دوی ګوزارونو ته ګوري .

پتنګ

نه ګرانه داسې نده تړون اشغالګر او مذدوران یې ماتوي نه طالبان ، الا بلا در ګردن امریکا !
داچې جګړې ته راګرزي دا کارخو به طبعي وي خو یوه خو لري ! د سولې موافقه د ملګرو ملتو د امنیت شورا په مطلق اکسریت سره قبوله کړې ده او داسې هم ندی چې امریکا نن داسې معاهده کوي او بله ورځ یې ماتوي ! امریکا اوس نشي کولی چې فاسد رژیم ته ابدي دالر ورکړي اوخپل اولس غلط کړي له ۲۰۲۴ کاله وروسته مرستې نشته او د غرب اقتصاد دير خراب شوی دی او اخر یې هم مالوم ندی !! نو غرب دعبدالله دریشګانې او دآرګ میلمستیاوې او رشوتخوري نوره نشي زغملی . له بلې خوا د افغانستان عساکر و ته د ګوډاګي دولت د ساتلو لپاره امریکا معاشونه د تل له پاره نشي ورکولی او کله چې معاشونه بند شي نو دا دالري زمریان به ټول تښتي او طالبان به په ارګ کې خپل سپین بیرغ پورته کوي . وخت د طالبانو لپاره کار کوي نه دې فاسدینو لپاره !

مجاهد

همت صاحب ! ستاسی د خبری په تایید او حتی ستاسی تر خبری هم زیاتوالی شتون لری او هغه دا نه چه طالبانو کومه خطا کړی ، جنګ او سوله دواړه د جنګ او سوله برخه ده ، اسلام هم مونږ ته امر کړی [ که کفار د روغی جوړی وړاندیز وکړی روغه جوړه ورسره په احتیاط مخی ته یوس ] لوی احتیاط ؟
ځکه چه کفر حق پټونی ته وایی ولی حق پټونه کوی د حرص له امله چه د نورو له حقه حقووقو به جبر او یا په چل او هنر ناوړه ګټه ( استثمار ) پورته کړی. امریکا د همدی استثمار له امله لمړی ۹/۱۱ په څه ناڅه مهارت ترسره او په پلمه یی مونږ اشغال کړو چه زمونږ د خاورو لاندی او باندی زیرمی لوټ او زمونږ مظلوم اولس استثمار کړی .
دوی به کله هم زمونږ له هیواده تر هغی ونه وځی چه تر څو یی له دی هیواده هر څه چلولی نه وی او لا د مجاهدینو په جهادی زور وتلی نه وی . اوس هم چه د سولی فریادونه وهی همدغه د استشهادی بریدو د اوسپنی درانه ګذارونه دی چه دوی یی وتلو ته اړباسل دا جنګ ورته د هغو معدنیاتو په مقابل کی چه دوی یی لوټ یا غلا کوی په درنه بیه تمام شوی ، له بلی خوا غلامه اداره یی هم ناوړه او فاسده مافیاوی باڼدونه جوړ کړی چه استعمار زیاتی ګټی هغو ی ترلاسه کړی هر یو یی بیلونر او ملټی بیلونر جوړ شو ی دامغریکا او ارو پا په لویو سرمایدارانو کی شمیرل کیږی .
طالبان زما د معلوماتو له مخی هغه ترسره کړی چه باید ترسره کړی یی وی کومه غلطی یی نه ده کړی د الله ج د رضا او الهی نظام د پلی کولو په نیت له اوله پاڅیدلی او تر اخره به مقاومت ته دوام ورکړی بایلل او ګټل د الله ج په واک کی دی که یی په دی ژوند بریا وربه برخه کوله چه الهی نظام پلی کړی هم خوښه او که نه د جنتو ژمنه خو حتمی ورته عملی کیږی.
دا د نړی نااندوله او بی ساری ځانګړی جنګ چه ټوله استعماری نړی دی د یو ګروپ مجاهدینو په مقابل کی شل کاله وجنګیږی او بریا دی د مجاهدینو په خوا وی که الهی نصرت نه وی عقل یی نه شی منلی . طالبانو خپله ایمانی او انسانی دنده په ډیره سمه توګه ترسره کړی او ترسره کوی .
.

مجاهد

دا چه ځینی وایی :
طالب عموما دوه اپشنه لري چې هر يو تر بل سخت دی.
يا به بيرته جګړې ته راګرځي او تړون به ماتوي او يا به همداسې خړې سترګې د‌دوی ګوزارونو ته ګوري
د د لمر او سیوری ترمنځ خبری دی مخکی یی فکر کولو چه طالبان به محوه کیږی نو پوره به یی د طالبانو ضد دلایل بیانول او طالبان به یی د پاکستان او نورو غلامان یادول مګر اوس چه طالبان د ګټلو په حال کی یادونی یی ملایمی شوی اوس یی کم عقلان او بی غیرته معرفی کوی که جنګ ته ګرځی وژل کیږی او که نه مړی سترګی به ګرځی
خو که مونږ ځانونه ( د طالبان مخالف هم نه بلکه دا ناست خلک چه د ریفریانو یا د منافقینو دنده ترسره کوو ) د طالبانو سره مقایسه کوو ، دا هیواد زمونږ د ټولو ګډ ټاټوبی دی ځانله په طالبانو نه په مونږ ټولو حق لری چه له خلکو، خاوری او خپلواکی یی دفاع وکړو د ط البانو په شان ځانونه، مالونه او اولادونه قربانی کړو . برخلاف مونږ له هیواده هم تښتیدلی او نورو هیوادو خیرات خواره یو او له هغه ځایه ځانو ته مړ سترګی نه وایو طالبانو ته مړ سترګی وایو او یا وایو چه طالبان لا نور وجنګیږی او د حکومت کولو وخت کی به مونږ ورځو وایو به چه طالبان د حکومت د کولو په چل نه پوهه او نه تجربه لری .
که خدای ناخواسته په دی ژوند ګټونکی نه شی نو بیا به ورپسی بیا کغنځلی کوو او د یوه او بل په غلامانو به یی مسمی کوو او اروپا ته تشتیدلی کمونستان ، نشنلستان ، سکولریستان او دموکراتان به بیا والیان او وزیران او سفیران جوړیږی .
دا ډول خبری هغو ی کولای شی چه ناپوهه مظلوم اولس خطا باسی مګر هغوی چه په څه پوهیږی، الله ج او خپل ضمیر ( که لری یی ) نه شی خطا ایستلی .
زه باور لرم چه طالبان تر ډیری کچی اوس هم ګټونکی دی ډیری غربی او غربی هیوادو ته پناه وړی ، او که احیانا ویی نه ګټی هم اخروی ګټه یی ترلاسه کړی هر نفس د مرګ څکونکی دی ترمپ او غنی هم یوه ورځ مړه کیږی کیدی شی تر طالبانو د مخه مړه شی د طالباغنو مرګ د ننګ او غیرغت مرګ او هغوی چه دا ډول ګډی وډی لیکی یا کرزی ، غنی ، ترمب او داسی نور د بیغیرتی او الله سره د دشمنی څرګندونی او کړنی ترسره کوی هغوی دایمی بایلونکی دی مننه

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close