افغانستانسولې اړوند خبرونه

ملي امنیت شورا: د بندیانو په اړه خبرې روانې دي، خو طالبان باید سولې ته ژمنتیا وښيي

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د ملي امنیت شورا وایي، د طالب او حکومتي بندیانو ن د خلاصون په اړه د طالبانو او حکومت د تخنیکي ټیمونو تر منځ خبرې روانې دي، خو طالبان باید د جګړې شدت راکم کړي.

د ملي امنیت شورا ویاند «جاوید  فیصل» په همدې تړاو په خپل ټويټر لیکلي، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت له طالب استازو سره د دولتي عسکرو او طالب زندانیانو په اړه خبرې کوي او حکومت ژمن دی، د بندیانو په تړاو د اشرف غني فرمان پلي کړي.

نوموړي زیاته کړې «طالبان باید نور تاوتریخوالي ته د پای ټکی کښيږدي او افغان ولس ته مخامخ وښيي چې دوی سولې ته ژمن دي.حکومت یو ټول شموله ټیم جوړ کړی او تیار دي چې طالبانو (ډلې) ته د دوامدارې سولې تاریخي فرصت ورکړي.»

فیصل ددې تر څنګ زیاته کړې، چې دا د سولې او جګړې د افشنونو انتخاب په طالبانو پورې اړه لري، خو ګواښ یې کړی، چې د زابل او بدخشان په څېر بریدونو ته به دوی او متحدین سخت ځواب ووایي.

حکومت دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې طالبانو نن د یوې اعلامیې له لارې په امریکا او ملاتړو باندې یې د توافقنامې څخه د سرغړونې تور پورې کړ او ټینګار یې وکړ، که توافقنامه عملي نشي، د جګړې شدت به زیات او د بې باوري فضاء به رامنځته شي.

طالبانو د بیلګې په ډول یاده کړې وه، چې امریکا او ملاتړي یې پر عامو وګړو او ددوی په جنګیالیو باندې له شوي توافق برعکس بریدونه کوي او د پنځه زره طالب زندانیانو د خلاصون پروسه د «غیرموجه» دلایلو په بهانه کولو سره مخته نه وړل کېږي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه ویاند د طالبانو دا څرګندونې بې بنسټه بللې وې او په ټینګار يې ویلي وو، که ددوی په افغان امنیتي شریکانو برید وشي، د توافقنامې مطابق یې دوی دفاع کوي.

 

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

نن وایی د جګړی شدت لږ کړی ، صبا وایی اوربند وکړی ، بل صبا وایی وسله پر مځکه کښیږدی ، بندیان به همداسی په درواغجن امید د ظلم شپی او ورځی تیروی .
د بندیانو او د غلامانو اصلی واکداران(امریکایان) د خیر پر غونډی ورته ناست دی او تماشا یی کوی . په تیروتنی پسی دریدل او ټینګیدل بله تیروتنه ده ، اوس چی دا پیښه سویده او د اصلی مالکانو پر ځای د غلامانو څخه بندیان غواړی بیرته د غلامانو سره خبری لغوه کړی او د هغه چا څخه خپل بندیان وغواړی چی ځنی غوښتی مو وه او هغو هم توافق کړی و .
روغ لاس په ټوکر کی مه تړی .

پتنګ

پخوا وختو کې به انسانان په بد کار ( ضعیف الاخلاقه ) شرمیدل خو د خلقیانو په وخت کې ټول حزب ته لاړل چې خپل نوم ښه کړي !
تاسو ددې فاسد ضعیف الاخلاقه منطق ته ګورۍ چې د بندیانو ازادي په هغې سولې پورې تړي چې ددوی خوښه وي یانې ددغه فاسد جمهوریت لپاره ! کوم چې د رشوت ، زنا ، قطل او د مین نانو محبت وي او د همجنس بازو ته جنت وي ، دالر د امریکا او د فیصل دجیب جب خرڅ وي !! د کابل فاسد دولت له اولس څخه د سولې لپاره استازي ندې غوشتي او نه یې غواړي او داولس استازیتوب پر څو فاسدو ضعیف الاخلاقو باندې کوي ! د ا حرامیان غواړي چې له طالبانو څخه پر دې حرامزادګي د ګلببو حزب جوړ کړي او په دالرو یې واخلي !
طالبان د سولې لپاره داولس استازي غواړي اونه د فاسد دولت رشوتخواره حرامیان!‌ اولس به خپل استازي مخور دیني عالمان او سپينږيري په خپله ټاکي او نه د پردو یو په لاس په اشغال کې جوړ شوی حکومت !!

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close