افغانستان

« امریکا ښایي د افغان امنیتي ځواکونو له بودیجې یو میلیارد ډالر وګرځوي»

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» له کابل حکومت څخه د یو میلیارد ډالري مرستې د ګرځولو خبر ورکړ، یو شمېر سرچینې وایي، دا مرسته ښايي د افغان امنیتي ځواکونو له بودېجې وګرځول شي.

پمپیو، چې د عبدالله عبدالله او اشرف غني تر منځ د اختلافاتو د پای ته رسولو په موخه کابل ته راغلی وو، دلته  د جوړجاړي له هڅو تر ناهیلي کېدو وروسته یې له حکومت څخه د یو میلیارد ډالرو د ګرځولو اعلان وکړ او ګواښ یې وکړ، که حالت همداسې دوام وکړي یو میلیارد ډالر به نور هم وګرځوي.

د کانګرس دوو تنو غړو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دغه یو میلیارد ډالر مرسته به له هغه ۴.۲ میلیارد ډالرو  وګرځول شي، چې د امریکا له لوري افغان حکومت ته  ورکول کېږي او د دولتي عسکرو د کلنۍ بودیجې درې پر څلور برخه جوړوي.

راپور کې وړاندې راغلي، چې د امریکا له لوري ورکول کېدونکې مرسته تر ډېره د پولیسو او ملي اردو د معاشاتو، خوراکي توکو، تېلو او لوژستیک لپاره کارول کېږي.

سرچینه د یو شمېر کارپوهانو له قوله وایي، د یو میلیارد ډالرو ګرځول به د طالبانو پر وړاندې د دولتي ځواکونو د مقاومت وړتیا راټیټه کړي او هم به د مذاکراتو پر مېز باندې د دولت د مؤقف د کښته والي لامل شي.

د کانګرس یوه تن غړي «رویټرز» ته ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري له امنیتي ځواکونو د مرستې ګرځول د امریکا د ملي ګټو خلاف کار دي، ځکه دده په خبره، امنیتي ځواکونو له طالبانو سره د جګړې په برخه کې دې مرستو ته اړتیا لري.

که څه هم اشرف غني ادعا وکړه، د مرستو ګرځول به په بنسټیزو چارو اغېزه ونکړي، خو دده سیال «عبدالله عبدالله» د مرستو ګرځول کېدل یو نه جبران کېدونکی ګام وباله.

سره له دې چې پمپیو ژمنه وکړه، جوړجاړي ته د غني او عبدالله د رسېدو په صورت کې به په خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي، خو یو شمېر رسنۍ وایي داسې نښې نښاني نه تر سترګو کېږي، چې مرسته به بیا ځلي افغان حکومت ته ورکړل شي.

په داسې حال کې چې کورونا د نړیوال اقتصاد تر څنګ د افغانستان اقتصاد هم ځپلی، شنونکی په دې باور دي، چې د امریکا له لوري د مرستو ګرځول به مالي بحران لا زیات او د حکومت له قابو وباسي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close