افغانستان

اتمر: که سیاسي اختلافات پای ته ونه رسوو، نظام له لاسه ورکوو

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست «حنیف اتمر» وایي، اوس هغه وخت رارسېدلي، چې سیاسي اختلافات هوار کړو او په اتفاق بین الافغاني مذاکراتو ته داخل شو.

اتمر چې نن یې د باندنیو چارو د وزیر په حیث د خپل کار د پيل په لومړۍ ورځ یوې ناستې ته خبرې کولې، وویل « افغان سیاسیون باید خپل اختلافات له قانوني لارې له منځه یوسي، که چېرې سیاسیون سره متحد نشي، افغانستان به په مذاکراتو کې بریالی نشي، اوس هغه وخت رارسېدلی، چې اختلافات یوه لوري ته کړو او په اتفاق بین الافغاني مذاکراتو ته ولاړ شو.»

د نوموړي په خبره، د افغانستان د نظام ساتنې او سولې په برخه کې سیمه ییزه اجماع شتون نلري او که سیاسیون سره یوه خوله نشي، نظام به یې په خپل لاس له منځه وړی وي «موږ ټولو دغه ژمنه کړې چې نظام له لاسه ورنکړو او داسې ونه‌شي چې د اختلافونو په نتیجه کې چې د حل لاره‌یې یوازې قانون دی، نظام په خپل لاس له‌منځه یو نه‌سو.»

اتمر چې په تېر دور ټاکنو کې یې د مشهورو سیاسي څېرو په راس کې د  «سولې او اعتدال» ټاکنیز ټیم مشري کوله او ظاهرا یې د غني مخالفت کاوه، په خپلو نننیو خبرو کې ادعا وکړه، چې د ټاکنو پروسه په قانوني ډول پای ته رسېدلې او پایله یې باید ټول ومني.

حنیف اتمر ددې تر څنګ د هیواد د ډيپلوماسي دستګاه د ظرفیت لوړول خپل لومړیتوب وباله او یاده یې کړه، چې په سیمه کې د افغانستان د دیپلوماسۍ لپاره نوي ګواښونه رامنځته شوي.

اتمر داسې مهال د سیاسي اختلافاتو د پای ته رسولو غږ کوي، چې د عبدالله عبدالله او اشرف غني سیاسي جنجالونه لا هم روان دي او د دواړو تر منځ د جوړجاړي هڅو کومه څرګنده پایله نه ده ورکړې.

هغه سیاسي مشران چې د اشرف غني او عبدالله تر منځ جوړجاړی کوي، نن یې د یوې اعلامیې له لارې له غني وغوښتل چې نوې ګمارنې ودروې او له عبدالله یې هیله وکړه، څو د تفاهم په موخه مذاکرتو ته ټاکل شوې موده وغځوي.

عبدالله د سیاسي مشرانو له اعلامیې هرکلی وکړ او دمذاکراتو موده یې وغځوله او اشرف غني هم د پنځو ورځو لپاره ګمارنې ودرولې.

د شنونکو په باور، د حکومت دننه سیاسي اختلافات به د بین الافغاني مذاکراتو په وړاندې نور خنډونه هم وزېږوي او د حکومت مؤقف به نور هم د طالبانو په وړاندې ټيټ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

وایی : مونږ ټولو ژمنه کړی چی نظام ؟ له لاسه ورنکړو او د حل لار یی یوازی قانون ؟ دی .
که د دی نظام او د قانون یی بد ووایو دا تبصره به ډیره اوږده سی ، خو عجیبه داده چی دوی دومره احمق او ړانده او کاڼه دی او که پر نورو دا ګمان کوی .
زما په اند د شیطان لعین په تور کی ښه پوره بند دی .

مجاهد

دا اوس یوه دجالی دیپلوماسی ده چه ملی او اسلامی خاینانو ته هم د ښاغلی په شان سپیڅلی اصطلاحات وکاروو، نو مونږ به هوښیارو او تجربه کارو سیاسیونو کی و شمیرل شو. دا هم د دجالی استعمار له خوا د دجالی میدیا یوه شیطانی لاسته راوړنه ده چه غلامانو ته هم ډول عزت او ښه حیثیت ورکوی چه له امله به یی مظلوم بشریت خطا باسی . مګر زه د دجال ټول سفارشونه ( په استثنا د دی چه ووایی خدای یو دی ) نه منم زه باور لرم چه دجال کله هم د ا سفارش نه کوی چه یو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x