افغانستان

اشرف غني د عبدالله عبدالله سره د تفاهم په موخه پنځه ورځې د خپلې کابینې ټاکل وځنډول

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۹ل): اشرف غني د سیاسي مشرانو په غوښتنه د خپلې کابینې د نورو غړو ګمارنه د پنځو ورځو لپاره ځنډولې ده.

په ارګ کې د عامه او ستراتیژیکو چارو دفتر مشر وحید عمر پر خپل ټویټر په دې اړه لیکلي : د هیواد د سیاسي مشرانو په غوښتنه، د افغانستان جمهور رییس هدایت ورکړ چې د کابینې د نویو غړو ګومارنه تر پنځو ورځو ودرېږي، څو د سیاسي خبرو اترو لپاره لا ‌‌‌‌‌‌ډېر فرصت رامنځته شي.

https://twitter.com/Waheed_Omer/status/1246779355021352960

اشرف غني دغه پرېکړه وروسته تر هغه کړې چې پخواني ولسمشر حامد کرزي، یونس قانوي، استاد سیاف او کریم خلیلي په یوې ګډې اعلامیې کې د اشرف غني څخه غوښتې وه «چې د یو څه وخت لپاره له ګمارنو لاس واخلي او له عبدالله عبدالله مو هیله داده، څو تفاهم ته د رسېدو لپاره په نظر کې نیول شوی وخت تمدید کړي.»

خبرپاڼه کې وړاندې د مذاکراتو په ژر پيل ټینګار شوی او ویل شوي « هیله لرو، چې مذاکرات ژر تر ژره پیل او یوې پایلې ته ورسېږي، تر څو په ګران هیواد کې سوله او ارامي راشي.»

سیاسي مشران داسې مهال پر غني باندې د ګمارنو درولو غږ کوي، چې نوموړي د کابیني د تشکیل په موخه ټاکنې روانې ساتلې او تر دې دمه یې د بهرنیو چارو، اطلاعاتو اوکلتور او مالیې وزارتونو لپاره وزیران، د ملي امنیت لپاره رییس او د ځینو ولایتونو لپاره والیان ټاکلي.

غني ددې تر څنګ عبدالله ته د سولې د عالي شورا زعامت او ملګرو ته یې په کابینه کې ځای وړاندیز کړی، خو د عبدالله عبدالله ډلې غني غیر مشروع بللی او ټینګار یې کړی، چې تر کومه د ټاکنو پایلې لغوه شوې نه وي، بحثونه پایلې ته رسېدای نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx