افغانستان

افغان حکومت د کرونا په اړه د ایران څخه مننه وکړه

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۹ل): د افغان حکومت د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخې د ایران څخه مننه او قدرداني کړې چې په خپل هیواد کې یې په کرونا اخته افغانانو علاج په داسي وخت کې په مفته کوي چې لا هم خپله په هیواد کې دننه اقتصادي مشکلات لري.

نوموړي په ایران کې د افغانستان سفارت د مهاجرینو اتشه ته امر کړی چې د افغان کډوالو سره په تماس کې پاته شي او د هغوی مشکلات ور حل کړي.
په ایران کې د افغان مهاجرینو لپاره لاندي درې تلیفون شمیرې خاص شوي تر څو افغانان د کرونا ناروغي په اړه او نورو ستونزو په اړه اړیکه ونیسي:

حجازي – تهران : ۰۰۹۸۹۳۷۳۳۳۳۸۴۰
حیدري – مشهد: ۰۰۹۸۹۱۲۵۵۷۷۸۳۵
خرمي – زاهدان: ۰۰۹۸۹۰۱۰۷۴۵۸۰۸

تر اوسه مالومه نه ده چې څومره افغانان به په ایران کې په کرونا ناروغۍ اخته شوي وي، خو د یوې شمیرې له مخې ویل شوي تر اوسه ۵۰ تنه مړه شوي او ۱۰۰ تنه نور په روغتونونو کې قرنطین شوي دي.

په تهران کې د افغانستان سفارت هم ورته یوه اعلامیه نشر کړې او د ایران څخه یې د افغان کډوالو د تداوي په اړه مننه کړې.

د یادونې وړ ده، څه موده مخکې په ټولنیزو پاڼو کې د افغانانو سره د تبعیضي چلند راپورونه ورکول شوي وه او ویل شوي وه، هغه افغانان لادرکه کیږي چې د کرونا ناروغي نښې باندي ښکاره شي.

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر کیانوش جهانپور هم نن د یکشنبې په ورځ د رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دوی په ایران کې د اوسیدونکو خلکو بلاتفرقه تداوي کوي او د ټولو سره یو قسم انساني چلند کوي.
نوموړي د ناروغه افغانانو د شمیر په اړه د یوې پوښتنې په جواب کې وویل، په ایران کې په کرونا ناروغۍ اخته افغانانو شمیر موندل سخت دي ځکه ډیر داسي مهاجرین شته چې د ثبوت کاغذونه نه لري او په وینا یې ایران کې د ناروغه قوم او هیواد پوښتنه نه کیږي، خو وعده یې وکړه چې په دې اړه به پوښتنه کیږي تر څو معلومه کړي څومره افغانان تر اوسه د کرونا څخه مړه او څومره نور په اخته شوي دي.

باید وویل شي د چین وروسته ایران لومړی هیواد وو چې په زیاته کچه کرونا وایرس په کښي خپور شو او له هغه وروسته په زرګونو افغانان له ایران څخه خپل هیواد ته ستانه شوه چې ځینې يې په کرونا اخته وه او له امله یې په افغانستان کې په ځانګړي ډول په هرات کې هم دغه وبا خپره شوه.

تر اوسه په افغانستان کې د کرونا د ټولو مثبتو پيښو شمېر ۳۴۹ تنو ته پورته شوی چې اکثره یې د هرات په ولایت کې دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close