نړۍ

حماس، اسرائيلو ته د جاسوسۍ په تور دوه فلسطینیان اعدام کړه

abdul_aziz_ranteesi_and_shaikh_yaseenنن ټکی آسیا: په فلسطین کي د غزې تړانګې حکومت چي د حماس د ډلي په لاس کي دي، د کورنیو چارو د وزارت له خوا څخه يې اعلان شوی چي تیره ورځ دوی په غزه کي دوه فلسطینیان د اسرائيلي استخباراتو سره د جاسوسۍ په تور اعدام کړه.

د اعلان سره سم پر دغو دوو کسانو باندي تور لګول شوی چي دوی اسرائيلي مخابراتو ته د ځینو مهمو اهدافو څرک په لاس ورکړی،

چي د اسرائيل الوتکو بیا د هغو معلوماتو پر اساس د حماس د ډلي مشر عبد العزیز الرنتیسي او ځینو نورو اهدافو باندي فضايي بریدونه کړي، او هغوی یې شهیدان کړي.

د اعلان سره سم، پر دغو دوو کسانو چي پلار او زوی دي، محمد احمد ابوقنص او زوی يې رامي نومیږي، ټوله تورونه ثابت سول، او د ټولو محکمو څخه د اعدام حکم پرې وسو، چي بیا وروسته په خپل سزا ورسول سول.

د یادوني وړ ده چي عبد العزیز الرنتیسي د حماس د ډلي یو پیاوړی مشر وو، او اسرائیل له خوا د حماس د ډلي د پخواني مشر احمد یاسین د شهادت وروسته نومړی ددغه تنظیم د مشر په توګه ټاکل شوی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x