نظــر

د یو اشغال ماتې؛ بل ته زمینه سازي

عبد الباسط عبد الصمد

افغانستان کې برحاله واک لرونکي ورځ او شپه په دې هڅه کې دي تر څو افغانستان کې د امریکایي پوځیانو تشه په هندي پوځیانو ډکه کړي.

د امریکا حکومت نور نه غواړي چې د افغانستان اشغال ته دوام ورکړي او خپل پوځیان په افغانستان کې پرېږدي، د اشرف غني په شمول ټولو ملګرو یې دا حس کړې چې امریکایي پوځیان نور له افغانستان څخه وځي او په زړه یې خوړلې، خو اشرف غني له پیله په دې هڅه کې دی چې څرنګه وکولی شي چې د خپل واک بقا او جګړه جاري وساتي، په وار وار یې امریکایي چارواکو ته د تیلفون او خطونو له لارې خپلې غوښتنې وړاندې کړې، خو مقنع ځواب یې ونه موند او مایوس شو، تر دې چې له نورو هېوادونو غواړي چې خپل پوځیان افغانستان ته واستوي.

اشرف غني او ټیم یې څو څو وار خپل لوړ پوړي چارواکي ډېری هېوادونو ته په دې لړ کې واستول، خو د ټولو له خوا ځواب منفي و، له هند یې بیا بیا غوښتنه وکړه او په دې هڅه کې دی چې هندي چارواکي دې ته قانع کړي تر څو افغانستان ته خپل پوځيان ولېږي، دا ورته ورښايي چې افغانستان د امریکایي پوځيانو له وتلو وروسته ستاسو له پاره خوشې میدان دی هیڅوک مو د مقابلې توان نه لري، خپل پوځي شتون په افغانستان کې ثاتب کړئ، خو هندي چارواکي د افغانستان له تاریخ پوره مالومات لري او خپل تیر تاریخ یې هم په سمه توګه په یاد دی نو هیڅکله به دا جرئت ونه کړي.

د اشرف غني اداره بیا په وار وار دا هڅې کوي چې هندي چارواکي په سیاسي، اقتصادي او کلتوري ډول دې ته اړ کړي چې خپل پوځيان افغانستان ته واستوي، خو هندوان له ډېر فشار باوجود دې ته تیار نه شول چې افغانستان ته خپل پوځیان ولیږي، د غني هڅې پټې نه دي.

افغانستان کې د داعش په نوم ډله چې بنیاد یې د امریکا، اشرف غني ادارې او امنیت ملي یا ښاد په ګډه د دې له پاره ایښی چې خپلې شومې موخې د داعش په نوم تر لاسه کړي، وژنې، چاودنې، ترور، زنداني کول او نورې ډول ډول کړنې امنیت ملي (ښاد) اداره کوي خو په رسنیو کې نوم د داعش کارول کیږی، دا ډول پیښې چې امنیت ملي (ښاد) اداره یې تر سره کوي او بیا اعلان کوي چې پړه یې د داعش ډلې په غاړه واخیسته بې سارې دي.

د تیرو پارلماني ټاکنو په جریان کې غني یو وار ننګرهار مرکز جلال آباد ښار ته سفر وکړ، چې د ننګرهار ولایت په ودانۍ کې یې د ډېرو خلکو سره لیدنې درلودې، د دې خلکو له ډلې یوه یې د جلال آباد ښار د سیکانو ډله هم وه، کله چې دوی ولایت ته پر لاره وو چاودنه پرې وشوه او د سیکانو ډېری مشران په کې ووژل شول، په حقیقت کې چاودنه د ملي امنیت (ښاد) ریاست له خوا ترسره شوې وه خو چیغه یې داعش ډلې وکړه تر څو خپل بادار پرې له توره وژغوري. غني او ملګرو یې په رسنیو کې پرې ژوره خواشیني وښوده.

په دې وروستیو کې کابل ښار کې د سیکانو په عبادت ځای برید هم دا ډول پلان او تر سره شو، چې غني، حمد الله محب او ورته نور ملګري یې د خواشینۍ ښودلو په موخه د سیکانو کورونو ته ورغلل او خپله خواخوږي یې ورسره شریکه کړه.
آخر د سیکانو دا ډول وژنې د کومې موخې له پاره؟

وار له مخه اشرف غني، حمد الله محب او نورو لوړ پوړو چارواکو هند ته بې ګټې سفرونه کړي وو، اوس غواړي چې د سیکانو د وژنې او هغوي کورونو ته د ورتللو له لارې د هندوانو خواخوږي را جلب کړي، هند لومړی وزیر مودي چې د مسلمانانو سر سخت دښمن دی؛ غني او اداره یې ورته د سیکانو په وژلو دا ورښایي چې که ته هلته مسلمانان وژنې نو دلته څوک شته چې ستا هم مذهبي درته وژني، نو باېد د غچ اخیستلو له پاره یې افغانستان ته خپل پوځيان را ولیږې، تر څو د خپلو سیکانو ژوند وژغورې.

په حقیقت کې غني افغانستان کې خپل واک او جګړه روانه ساتل غواړي.

وخت به جوته کړي چې د هندي چارواکو له خوا کوم عکس العمل ښودل کیږي که نه؟

د غني او محب هڅې به تر کومه بریالۍ او نتیجه به ورکړي که نه؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

وایی ښځی چه هر څومره زوراوری شی نارینه تری نه جوړیږی هندوان چه هر څومره پیاوړی شی د افغان مجاهدینو له نومه ډاریږی، احمدشاه او محمود غزنوی تاریخ دی یو ځل بیا ولولی د محب او غنی په شان ایجړا ګان غلامانو په شان هند روس ، امریکا او اروپا ته لکه لوڼدانو پسی د فاحشو منډی دی که وکولای شی د خپلو فحاشی بازار ګرم وساتی او د الهی محاکمو له محاکمه کولو ځانونه وژغوری . له بده مرغه د دغو فاحشو موسم اوښتی ، د مجاهدینو له ویری د زمرو هیواد ته څوک سترګی نه شی کږولی که… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x