شعـــــرونه

غزل/ بارکزی

بارکزی

څومره سخت د ځوانيمرګو شېبو شمار دی
پوره مرګ دی، هسې نوم يې انتظار دی

د زړه درد په بڼو ځانګي لکه اوښکه
که په مينه کې يو بل منصور په دار دی؟

زه او زړه خو مې پخوا ورپسې مړه وو
هغه تللی روح مې هم پسې بېمار دی

زما ريښې ريښې ګرېوان يې پرې ګنډلی
را بيل کړی يې له خپلو زلفو تار دی

مينه ښه ده خو زه دومره ډېر مجبور يم
چې خپل ژوند مې هم په خپلو اوږو بار دی

خپلې څومره ډېرې هيلې يې وژلي
بارکزی څومره بې وسه ګنهګار دی

بارکزی

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close