
د ديني عالم شيخ مير سميع الحق د جنازې خبرتيا
د هيواد ستر ديني عالم شيخ القرآن مير سميع الحق د ورپيښې ناروغۍ له امله وفات شو.
شيخ مير سميع الحق چې له تيرو ډېرو کلونو راهيسې يې په پيښور کې د رمضان په مياشت کې د قرآنکريم تفسير کاوه، ګڼ شمير طالبانو او عامو خلکو يې د قرآنکريم د تفسير په دوره کې ګډون کاوه.
نوموړی شاوخوا درې کاله وړاندې هيواد ته راستون شو او په ننګرهار ولايت کې استوګن شو.
شيخ مير سميع الحق نن د يکشنبې په ورځ خپل روح حق ته وسپاره او جنازه يې سبا د دوشنبې په ورځ ۱۱ بجې د ننګرهار ولايت مهمندرې ولسوالۍ په هزار ناو کلي کې اداء کيږي.
انا لله وانا اليه راجعون