نړۍ

اسپانیا: کرونا کیدای شي اروپایې اتحادیه لمنځه یوسي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۹ل): د اسپانیا لومړي وزیر پیدرو سانشیز ویلي که عاجل او سخت اقدامات د اوسني بحران په اړه وانه خیستل شي، کیدای شي د کرونا وایرس له امله د اروپايي اتحادیې جوړښت لمنځه ولاړ شي.

نوموړي دغه خبرې په یوه لیکنه کې کړي چې شپږو اروپايي ژبو ته پر یوه وخت ژباړل شوې او د جرمني، برتانیې، فرانسې، ایټالیا، هالنډ او اسپانيې په ورځپاڼو کې خپره شوې.

سانشیز ویلي، په اوسنیو استثنائي حالاتو کې ثابتو موقفونه ته اړتیا ده، یا به ټوله ددغه چلینج سره مقابله په ګډه کوو او یا به نور اتحادیه لمنځه ځي.

هغه ویلي: مونږ اوس داسي یو محرج حالت ته رسیدلي یو، ټول هغه هیوادونه چې د اروپايي اتحادیې کلک ملاتړي دي، یوه داسي دلیل ته اړتیا ویني چې ورته وښيي، اتحادیه خپلو تعهداتو ته ژمنه ده.

نومړي په اروپا کې د کرونا وبا د روغتیا په برخه کې د کال ۱۹۱۸ وروسته تر ټولو بد بحران بللی دی.

نوموړي په وروستیو اونیو کې د اروپايي اتحادیې ځیني مواقف ستایلي خو هغه یې تر اړتیاو ډیر کم بللي دي.

سانشیز ویلي، اروپا ته په کار ده،د جګړې په زمانه کې اقتصاد داسي ورغوي چې مقاومت پياوړی او د جګړې وروسته بیا رغونه وکولای شي.

نوموړي په خپله لیکنه کې ویلي، مونږ چې اوس د کوم چلینج سره مخ یو، هغه یو استثنائي او بې سابقې دی، مونږ باید ټول په یوه او بنسټیزه توګه جواب ورته ووایو، تر څو خپل اقتصادي او ټولنیز نظام وساتلای شو او خپل هیوادوال خوندي کړو.

باید وویل شي چې د کرونا وبا اوسنی مرکز اروپا او امریکا دي، چې تر ټولو متضرر په کښي لومړی ایټالیا او بیا اسپانیا هیوادونه دي، دوی د اروپايي هیوادونو څخه د مالي کومکونو او اقتصاد بر قراره ساتلو لپاره د عاجلو اقداماتو غوښتونکي دي.

تر اوسه د نړۍ په سطحه د کرونا له امله د زیاتو مرګونو شمیر په ایټالیا کې ثبت شوی، ورپسې اسپانیا، امریکا، فرانسه او برتانیه په ترتیب کې راځي.

[cvct  title=”په اسپانیا کې د کرونا د پيښو شمېر” country-code=”ES”]

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x