افغانستان

طالبان: اسلم فاروقي نیول شوی نه، بلکې پناه ورکړل شوې

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه، چې د کابل حکومت ملي امنیت د داعش ډلې د خراسان څانګې د مشر «اسلم فاروقي» د نیولو ادعا وکړه، طالبانو یې په غبرګون کې ویلي، چې اسلم فاروقي نیول شوی نه، بلکې پناه ورکړل شوې.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «ورځې خبره» تر نامه لاندې خپره شوې تبصره کې راغلي «د کابل ادارې چارواکو ادعاء کړې چې د افغانستان لپاره یې د داعش فتنه ګرې ډلې مسئول له خپلو یو شمېر جنګیالیو سره د عملیاتو پر مهال نیولی دی، په داسې حال کې چې اصلاً یاد کس نیول شوی نه، بلکې د خپلو نورو سلګونو افرادو په څېر یې د کابل مزدورې ادارې ته پناه وروړې او له پناه برخمن شوی دی.»

طالبانو د کابل حکومت او داعش تر منځ د ملګرتیا په برخه کې د بېلګې په ډول ویلي، چې په ۲۰۱۸ز کال کې د «کابل ادارې» چورلکو په جوزجان کې د داعش د ولایتي مشر او مرستیال په شمول نږدې ۲۰۰ جنګیالي له طالبانو وژغورل، ورپسې یې په ۲۰۱۹ زکال کې په ننګرهار کې زر تنو ته پناه ورکړه او بیا په یې کونړ کې کې سلګونه کسان د طالبانو له بریدونو وساتل.

تبصره کې وړاندې زیاته شوې «تازه نیول شوی کس هم یو له هغو باقي عناصرو وو چې د اسلامي امارت د مجاهدینو پر وړاندې یې پښې ښویېدلې وې او بالآخره یې تر تسلیمۍ وروسته د کابل ادارې د استخباراتو په یوه مرکز کې ځان رسنيو ته وښود.»

د طالبانو په خبره، که څه حکومت تل د داعش په وړاندې د طالبانو بریا ځان ته منسوبه کړې او اوس هم غواړي د اسلم فاروقي تسلیمۍ ته بل رنګ ورکړي  خو ددوی له قوله «دا په اثبات رسېدلې چې کابل ادارې او بادارانو یې د داعش پر وړاندې هیڅکله له حقيقي مقابله نه ده کړې، بلکې تل د اسلامي امارت د مجاهدینو د عملیاتو پر مهال د دغو فتنه اچوونکو ژغورلو ته ورغلي دي.»

یاده دې وي، چې دوې ورځې وړاندې ملي امنیت ادعا وکړه، د افغانستان په جنوب کې یې د داعش د خراسان څانګې مشر «اسلم فاروقي» له نوولس نورو ملګرو سره یو ځای د ځانګړو عملیاتو په لړ کې نیولی.

دا لومړی ځل نه دی، چې حکومت د داعش ډلې په ملاتړ تورنېږي، تر دې وړاندې هم طالبانو او هم حکومتي چارواکو داعش د امریکا او حکومت ګډه پروژه بللې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Sallamoona A top commander with 19 highly armed bodyguards surrendering to government must be a joke. This is not the first time they protected the IS. They did this repeatedly in Nangarhar and Kunar as well. However this time it was a bit different. The MILLI AMNIT claimed that they had captured Farooki to gain the trust of the public but trust me the public is smart, the Hazara Afghan Muslims are smart and the SEEKS Afghan brothers are smart. Also, psychologically, if you look at the face of Farooki then it does not look like that he is going… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x