
پکتیاوال د والي په غبرګون کې؛ والي د روغتون په ځای هدیرې راته جوړوي
نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د پکتیا ولایت والي «شمیم خان کټوازي» له کورونا څخه د احتمالي مړه کېدونکو کسانو د ښخولو لپاره د پنځوس جریبه ځمکې د بېلولو خبر ورکړ، په ټولنیزو رسنیو یې پراخ غبرګونونه راوپارول.
د پکتیا د والي په خبره، په دې هدیره کې به یوازې له کورونا مړه کېدونکي کسان د ښاروالي د کارکوونکو په لاس خاورو ته سپارل کېږي.
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د والي دا کار غیر منطقي بللی او توندې نیوکې یې ورباندې کړې، د فعالانو په خبره والي ددې په ځای چې د روغتیايي برخې د ښه کولو لپاره ګامونه واخلي، برعکس هدیرو ته ځمکې ځانګړې کوي او له ولس روحي ارامتیا تروړي.
د ټولنیزو رسنیو یو تن فعال «منصور سمسور» په دې تړاو لیکلي « د شرم اخيري حد !والي صاحب او ورسره ولايتي اداري د پکتيا ولايت د عامي روغتيا رياست ددي په ځای چي د مړو ته هديري ځمکه تعين کړي .
ښه به دا وي چي د کنټرول په اړه يي لازم تدابير ونيول شي نور ولايتونه لګيا ده ورته روغتونونه جوړي د پکتيا ولايت والي صاحب محترم لګيا ده هديري جوړوي.»
د سیف الله احمدزي په نوم یو بل تن لیکلي «ډیر کم عقل والی یی د روغتون پر ځای ورته هدیره جوړی وی ډاکټرانو او نرسانو او د شفاخانی کارکوونکو ته ځانګړی لباس ورکړه او داسی نور لوازمو غم وخوره دغریبو لپاره مرسته وکړه نور خو مو پکتیاوالو ته کوم خدمت ونکړ الله مو زر له پکتیا ورکړه.»
د بازمحمد طبیب په نوم د ټولنیزو رسنیو یو فعال بیا والي د زر کلن اتڼچي بللی، چې دده په خبره، اشرف غني په پکتیا باندې له تېرو څو کلونو راپدېخوا مسلط کړی.
د احمد کریم په نامه یو بل تن لیکلي «افرین لا پدی پرمختګ هدیری جوړوه دا خو ده کرونا ده مخنیوی سمه تګلاره لري، د لا بریا په هیله هغه ده ملا بجلیګر خبره هی شرمیدلو ههههههه.»
نبی علیزی بیا وایي «ياره والي ته خو بيخي بي منطقه کارونه کوي دا يي په وقايه کي نوى ګام غوره کړ چي مونږ په کتابوکي هم نه ده ويلى.»
د عجایبو وطن دی چې نه اورې هغه به واورې وه سړیه که ریښتیا دې هدیره جوړوله پټه به دې جوړه وای د خلکو مورال ولې کمزوری کوې؟
خبر شوم چې شفاه خانه هم جوړېږي خو د هغې اعلان یې رسنیز کړی ندی او دا یم په هغه ساعت په هدیره کې لا ولاړ پوسټ وکړو….
افسوس
الله تعالی دې همدی او د همده دارودسته پرې اخته کړي چې افتتاح يې د همده په لاش باندې وشي. آمين
چاته یی وایی ،
وایی د یوی ګڼی ګوڼچپی جادی په سر یو لیونی بل ته وایی چه
دا خلک څومره کم عقل دی ځوک به یوه او څوک په بل اړخ روان دی ، دوهم لیونی ورته ویل که ټول په یوه اړخ لاړ شی دنیا یو ډډی کیږی چپه به شی .
نو د هدیری جوړول ، د روغتون جوړول دواړه د هماغه لیونیانو خبره ده ډواړه اړین دی خو تر دواړو د خلکو پوهاوی او په روغتونو ، لابراتوارو کی د پوهه ډاکترانو او، لوازمو، نرسانو او اړینو سامانو شتون ډیر اهمیت لری
چی ولسمشر یی زیارتونه او مندرونه جوړوی نو والی به یی خود هدیری جوړوی .
مشت نمنه خوار ـ مڼه د خپلی ونی خواته را پریوزی. ډوهل کابل کی وهل کیږی ، اتڼچان خپی په پکتیا کی ور سره سموی. او داسی نوری … ټوله د کابل فاسده اداره دی ملت ته بل څه نه شی مخ ته کولای بغیر فقر، مرګ د بل احتیاجی ، در به دری ،جنګ ، بمبارونه ، چاپی، پر خپله خبره نه دریدل او ……… . اوس لا خلګ ژوندی دی دا دنیمایی ارګ نماینده یی د هدیری غم خوری. دغسی مالک دغسی مزدور، الله پاک دی اول قبر په دی هدیره که ستا په نصیب کړی نوکـــــــر صاحب… نور لوستل »