لیکنېنظــر

د طالبانو او حکومت پلوه ځوانانو فيسبوکي بحثونه

استاد عبيدالله دقيق – کابل

په موضوعاتو بحثونه او خبرې کول عموماً ګټه رسوي او زيان يې نسبتاً کم وي، په دې بحثونو کې مختلف نظريات سره تبادله کيږي، يو اړخ د بل اړخ منفي او مثبتو نقطو ته ګوته نيسي او هر اړخ د خپل دريځ، منطق او تګلارې ښو او بدو ته متوجه کوي.
له تېرو څو ورځو راهيسې په پرله پسې توګه د جنرال مبين په نامه يو تن طالب پلوه فيسبوکي فعال په ژوندۍ بڼه بحثونه تياروي چې په کې د طالبانو په پلوۍ قاري مفتي سعيد خوستی او نور د نظر خاوندان، عالمان، ليکوالان او فعالان ميلمانه وي.

په دغو بحثونو کې زيات وخت د حکومت ځينې مهم ملاتړي او حتی چارواکي، استخباراتي کارمندان، دولتي سرتيري او نور برخه اخلي او د حکومت په پلوۍ او ملاتړ بحث کوي.

که څه هم زموږ د ټولنې په خلکو کې د بل چانظر ته درناوی کول او د بل چا نظر منل ډېر سخت دي خو بيا هم اوس ځيني ځيرک او د حقايقو پلټونکي او حقايقو ته ځان رسوونکي ځوانان شته دي چې د هيواد د موضوعاتو په اړه بحثونو کې له خپل فکري مخالف سره يوې نتيجې ته رسيږي.

دغه بنډارونه چې زه يې هم کله کله ګورم زما لپاره په کې تر ټولو جالبه د قاري سعيد خوستي د منطق او استدلال ژبه ده او همدا راز په بحث کې د هغه حوصله او سړه سينه ده چې خپلو فکري مخالفينو سره په ډېره نرمه لهجه، قوي منطق او استدلال مخاطب وي، چې دا د يو رښتيني مبارز له صفاتو څخه ګڼل کيږي چې بايد په خپله مبارزه کې ترې ورڅخه استفاده وکړي.

د افغانستان تاريخ دا ثابته کړې ده چې په هر وخت کې د يرغلګرو په خلاف ددې هيواد يوه زياته برخه خلک په دښمنۍ او مخالفت راپورته شوي او د هيواد په تاريخ کې يې ځانته يو ځلانده باب پرانيستی دی او يو شمير افغانانو يې بيا د همکارۍ او ملاتړ ټټر وهلی دی چې همدا خلک د تاريخ شرمېدلي خلک بلل شوي دي.

مګر ځوانه طبقه بيا داسې ده چې له دې وجې چې د ذهن، فکر او عقل ځواک يې محدود او کمزوری دی د حقايقو د موندلو او درک کولو په ځای د فلان او فلان په احساساتي خبرو، ځينو په اصطلاح لاپو او غورو دوکه شوي دي او يا له بهر څخه د پلان شويو هغو مصنوعي نومونو او القابو له وجې د هغوی په ذهن کې د يو اتل او نوميالي شخصيت په توګه ثبت شوي دي او په دې ړانده تقليد کې بيا دومره غرق او مخکې لاړ شي چې نعوذباالله يو ادنی انسان د پيغمبرۍ درجې ته ورسوي او هرې روا او ناروا ته يې خياطي کوي.

ددې ډول خياطۍ او ګلدوزۍ ډګر نن سبا ټول خواله رسنۍ ګرځېدلی دی او هر سړی د فيسبوک د ژوندۍ بڼې توکمې نه په استفادې رامخته شي او په دې حساس وخت کې ددې په ځای چې افغانان يو والي او اتحاد ته راوبلي، لا يې د بې اتفاقۍ او بدبينۍ کندو ته ورټيل وهي او په دې کې ډېر يې هغه خلک دي چې کورونه او بچيان يې له هیواده بهر د غرب په ارام چاپيريال کې ژوند کوي اود ګران وطن د ځوريدلي ولس له ترخه او در په در ژوند څخه نه دي خبر چې څه پرې تيريږي.

که څه هم دا ژوندي بحثونه تر دې وړاندې ډېری حکومت پلوه کسانو کول، چې له پخوا څخه د هیواد د ملي امنيت له لوري ځينې خلک په ډالري معاشونو ګومارل شوي وو چې په خواله رسنیو کې بايد د حکومت په ننګه او طالبانو په مخالفت کې تبليغات وکړي او خلکو ته سپکې سپورې او ښکنځلې وکړي چې دا پټه خبره نه ده او ليستونه به يې تاسو هم ليدلي وي، خو دا چې د طالبانو زياته برخه يې قاري، طالب، ملا، عالم او نور دي له هغوی سره يې ځکه وس بر نه و ه چې د منطق او استدلال په ځای يې ښکنځلو ته غوږ نشوای نه ويلی او د خپلې تګلارې، نوم او حيثيت له وجې يې ښکنځلې هم نشوې کولای.

خو اوس چې د ملي امنيت دا پروسه هم شنډه ده او افغان ولس ته هم معلومه شوه چې دا ټول زور د ډالري معاشونو و چې په فيسبوک کې به يې د حيثيت او شخصيت خلکو ته ښکنځل کول نو اوس هغه ډالر هم پرې وچ شوي دي او اوس د حکومت ورځ تر بلې زياتېدونکې تېروتنې او هغه نيمګړتياوې چې هغې ته په اصطلاح د پرتوګ ګنډل د دغو خياطانو له لوري هم ناممکن وو نو نه يې شوای کولی چې په تش لاس او بې تنخوا دې چارې ته دوام ورکړي.

اوس چې افغانستان او افغان ولس په يو حساس پړاو کې قرار لري او په دې شپو ورځو کې د جنرال مبين په نامه يو طالب پلوه فيسبوکي فعال په ژوندۍ بڼه خپرونې کوي او په دې بحث کې د قاري سعيد خوستي، لطف الله خيرخوا، ولی الله شاهين او نورو ګڼ شمير د نظر خاوندان ميلمانه کوي او د ليدونکو پوښتنو ته ځوابونه وايي او د پورته يادو شويو ميلمنو سربيره نور علمي، سياسي او له مسايلو اګاه ځوانان او مشران هم میلمانه کوي دا ښه خبره ده او دې سره ملت او ولس ته ډېره ګټه رسيږي، مثبت او منفي ښه او بد افکار سره تبادله کيږي، د افکارو د ټکر په ځای د افکارو يووالی رامنځته کيږي او ډېر پيچلي موضوعات اسانيږی، پوښتنې ځوابيږي، وسوسې او وهمونه له منځه ځي.

زه تقريباً ددې بحثونو دواړه لوري«طالب پلوه او حکومت پلوه» دواړه تعقيبوم، خو که تاسو هم دې ټکي ته متوجه شئ او په بې پرې توګه قضاوت وکړئ چې په نن سبا وخت کې کومې او د کوم لوري خپرونې ددې وړ دي چې سړی دې ورته غوږ شي او د هغوی په لار ښوونه دې عمل وشي.

مونږ که د طالب پلوو بحثونه ګورو نو په هغې کې د افغانانو د يو والي او د حکومتي چارواکو، عسکرو، پوليسو، اربکيانو او ټولو ته دا غږ دی چې بايد په افغانستان کې د سولې، اسلامي نظام او د تلپاتې خپلواکۍ او ورولۍ لپاره کار وکړو خو بل لورته بيا د حکومت پلوه ځوانانو دريځ دادی چې طالبان د پنجاب غلامان دي او دوی بايد ووژل شي او له منځه يوړل شي چې دا منطق به هيڅوک ورسره ځکه ونه مني چې اوس افغانان له هغه حالت نه راوتلي دي چې طالبان دې خلکو ته د پنجاب په نامه باندې معرفي شي او د اردو ځوان او خام فکره عسکر دې په دې تير باسي چې طالبان پنجابيان دي او د پنجاب د ګټولپاره کار کوي او د جنګ لپاره ورته روحيه ورکړي، مګر دوی به ددې دعوې لپاره شل کاله وروسته هم داسې دليل پيدا نه کړي چې طالبان پنجابيان ثابت کړي ځکه چې اوس حالت دې حد ته راغلی دی چې په کور کور، کلي کلي او ولسوالۍ ولسوالۍ او د ټول هیواد په سطحه طالبان موجود دي او هر چاته معلوم دي چې طالبان څوک دي او د چا زامن دي.

نو بالاخره ټولو افغان ځوانانو او فيسبوکي فعالانو څخه مې دا هيله ده چې د يو او بل په تبليغاتو او په يو بل د تورونو څخه لاس واخلئ او د يو متحد، خپلواک او په اسلامي نظام د اباد افغانستان لپاره کار وکړئ او ټولې هغه مفکورې او نظريات چې له ديموکراسۍ، سيکولرزم او الحاد او نورو پرديو او په دې خاوره کې د رټليو افکارو څخه سرچينه اخلي په دې هيواد کې ناچله دي او تر څو چې دا ملت ژوندی وي له خپل دين او ارزښتونو څخه به دفاع کوي او د پردیو مفکرو په وړاندې به لکه غر ولاړ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x