ټولنیزه برخه

زموږ اصلي کور!

جوادالله جاهد

ایا د خپل اصلي کور جوړولو او ښایسته کولو ته مو پام کړی؟

زموږ اصلي کور په څه شي او څنګه ښایسته کېږي؟

که د خپل اصلي کور او ژوند د ښایسته کولو له پاره د دغه پناه کېدونکې نړۍ له ژونده سمه ګټه وانخلو نو له مرګ وروسته به پېښمانه نه شو؟

ایا دغه پوښتنې مو کله فکر ته درځي؟

د انسان فطري خاصیت داسې دی چې کور، ژوند او مال یې تر نورو ښه او د ژوند لازمې اسانتیاوې ولري، خو ډېری انسانان له دنیا سره مینې دومره په ځان کې ډوب کړي چې خپل اصلي کور، ژوند او پانګه یې له یاده وتلي او په دې لنډه او پناه کېدونکې نړۍ کې یې دومره خواري شروع کړې چې ان له اصلي لارې یې میلان پیداکړی. د پیسو او مال د لاسته راوړلو لپاره نه حلال ګوري او نه هم حرام، د زکات، صدقې او خیرات د نه ورکولو سربېره دوی، غلا کوي، غصب کوي، د یتیم او بېوزلو مال خوري، او ان موسیقۍ، فحشا او هر ډول ناروا او حرامو کارونو ته مخه کوي، دین ورته افراط ښکاري که د کوم ناروا کار د نه کولو ورته ووايې سمدلاسه یې له مسخرې ډک ځواب دا وي چې زموږ د مسجد ملا امام نشته که خوښه دې وي زه به له کلیوالو سره خبره وکړم!

یا وايي چې اوس دنیا پر مخ تللې، خلکو پرمختګ کړی او ته تر اوسه د فیل په غوږ کې ویده یې!

دا چې په اوسنۍ ټولنه کې شته ستونزې او نیمګړتیاوې تر ما ډېرې ټولو خلکو ته روښانه دي نو نه غواړم پرې تبصره وکړم .

د خپلې لیکنې په دې برخه کې به یوې يوښتنې ته د ابوذر غفاري رض عجیب ځواب ته اشاره ورکړم، یوه ورځ د مشهور صحابي ابوذر غفاري رض کور ته د هغه څو ملګري ورغلل، ویې لیدل چې د ابوذر غفاري رض په کور کې د اوبو منګی، یو لوښی، توره، غشي او نېزه اېښي وو، یوه ملګري یې ابوذر عفاري رض ته وویل، ابوذره په کور دې لږ لاس ووهه، لږ خواري په کې وکړه او یو څه یې جوړ کړه، هغه رض ورته وویل، هو! خواري مې پیل کړې او کار پرې کوم، د ابوذر رض ملګري فکر وکړ چې هغه رض تعالی کوم بل ځای کور اخیستی او په جوړولو یې بودخت دی، پوښتنه یې وکړه چې کوم ځای کې؟ ابوذر غفاري رض مقبرې ته اشاره وکړه او ویې ویل، هلته مې خواري پیل کړې او ځان کور جوړوم.

دغه راز یو کس د یوه عالم کور ته راغی او غوښتنه یې وکړه چې ځان ته کور جوړوم خو ته داسې یو ځای راته وښايه چې هلته خلک غیبت نه کوي، ګاونډیان مې تنګول نه کوي او هېڅ شور او مزاحمت نه وي، عالم دغه کس هدیرې ته بوتلو او ورته ویې ویل، د دغه ځای خلک غیبت، جنګ، جګړې او تنګول نه کوي دوی ډېر ارامه خلک دي نو دلته دې کور جوړ کړه.

د رسول الله ص په یوه حدیث کې چې ترمذي رح د ابو سعید الخدري رض څخه روایت کړی راغلي، داسې هېڅ ورځ نه ده تېره شوې چې قبر دا خبرې نه کوي: زه نا اشنا کور یم، زه داسې کور یم چې هر څوک یوازې راځي، زه هغه کور یم چې د خاورو څخه جوړ یم، زه د چینجو کور یم.

قبر هغه کور دی چې مالدار او غریب، ښایسته او بدرنګ، ښځه او سړی په کې یو شان وي،

قبر هغه کنده ده چې انسان په کې د هرې خوا نه راګیر شي.

قبر هغه ځای دی چې د پادشاهانو پادشاهي په کې ختمېږي.

قبر هغه ځای دی چې د بدن هېڅ غړی په کې حرکت نه شي کولای.

قبر هغه ځای دی چې د زورواکو زور او د متکبرینو تکبر په کې ختمېږي.

قبر هغه ځای دی چې د مالداره سړي مال په کې په کار نه راځي، قبر هغه ځای دی چې هلته هېڅ پوځ، سکورېټي او
نوکران په کار نه راځي، قبر زموږ ټولو اصلي کور دی هغه کور چې خلک به یې په څو لحظو کې راته برابر کړي، ددغه کور په جوړولو کې به ان زموږ دښمنان هم برخه واخلي.

زموږ د اصلي کور «قبر» د جوړېدو لپاره پیسې نه بلکې قوي ایمان او نېکو اعمالو ته اړتیا ده، راځئ د دنیا په دې پناه کېدونکي او لنډ ژوند دوکه نه شو او د اصلي کور د جوړېدو لپاره مو د الله ج او د هغه د رسول ص پر اوامرو عمل وکړو او له منکراتو ځان وژغورو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x